د عراق د ماشومانو حالت یو "بحران" وبلل شو

Image caption دغه ټولنه وايي عراقي ماشومانو ته د عراق له شتمنیو هم هېڅ نه ورسېږي.

د جګړې ماشومان په نامه خیریه ادارې په عراق کې د ماشومانو حالات په نړۍ کې یو له هغو بحرانونو بللی چې د دې ادارې په وینا له پامه غورځول شوي دي.

لس کاله وروسته له هغې ورځې چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د عراق د ماموریت اعلان وکړ او ترې وروسته پر عراق برید وشو نوموړې اداره یو شمېر هېوادونه عراقي ماشومانو ته په نه پاملرنې تورنوي.

د جګړې ماشومانو اداره وايي سږ کال تراوسه پورې په عراق کې د تاوتریخوالي په ترڅ کې ۵۵۰ تنه ماشومان او تنکي ځوانان وژل شوي دي.

د نوموړې ادارې یوه مشر روب ویلیمز بي بي سي ته وویل عراقي ماشومانو ته د عراق له شتمنیو هم هېڅ نه ورسېږي.

"په عراق کې داسې ضد نقیض نظر دی چې هم د تېلو د صادرونکو هېوادونو د ټولنې دویم لوی هېواد دی او هم یې عواید یو ټاکلی حد لري چې له امله یې دغه هېواد د منځني عوایدو د هېوادونو په منځ کې ایسار پاتي دی. خو د ښه ژوند لپاره اقدامات لکه څومره ماشومان ښوونځي ته ځي او او د ژوند تېرولو لپاره تمې څه دي؟ دا هر څه د افریقايي هېوادونو په پرتله لږ څه پورته دي. که تاسو وګورئ شل کاله مخکې دا هر څه په عراق کې ډېر ښه وو. اوس د عراق ځای د هېوادونو په لست کې له لاندې نه دریم دی او حېرانونکې دا ده چې له ۲۰۰۳ کال راهیسي په عراق کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی."

د جګړې ماشومانو په نامه خیریه اداره زیاتوي چې په عراق کې په هرو څلورو ماشومانو کې یو په خوار ځواکۍ اخته دی او بدن یې وده یا نمو نه کوي.

دغه اداره وايي د هغو چې عمرونه یې له ۱۲ نه تر ۱۷ کلونو پورې دي څه کم نیمايي شمېره ښوونځیو ته ځي.

ورته مطالب