امریکا: د جوهر درې ملګري د هغه په مرسته تورن شول

Image caption د راپورونو له مخې په دې دریو کې دوه د څارنایف د پوهنتون ملګري دي.

د امریکا په بوسټن کې څارنوالانو په دریو ۱۹ کلنو کسانو تور پورې کړی، چې د تېرې میاشتې د ځغاستې سیالیو پر مهال د بمي بریدونو له یوه شکمن سره یې په پټېدو کې مرسته کړې ده.

پر دوو قزاق وګړو دیاس قادربایوف او عظمت تاژیاکوف تور دی، چې د ژوندي پاتې شوي شکمن جوهر څارنایف د یوه لېپټاپ کمپیوټر او له تشو پټاکیو ډکه یوې بکسې د له منځه وړلو دسیسه یې جوړه کړې وه. په محکمې کې د لومړي ځل راڅرګندېدو پر مهال دوی د ضمانت غوښتنه وکړه.

دریم کس رابل فیلیپوس چې یو امریکايي وګړی دی، پر دې تورن دی، چې پلټونکو ته یې ناسمې څرګندونې کړې دي. د راپورونو له مخې په دې دریو کې دوه د څرنایف د پوهنتون ملګري دي.

د دیاس قادربایوف مدافع وکیل رابرټ سټال د محکمې په مخکې څرګندونې وکړې. نوموړي وویل، چې د ده موکل له یاد برید سره هېڅ اړیکې نه لري:

" دیاس قادربایوف دغه تورونه په بشپړ ډول ردوي. لکه څرنګه چې موږ وویل، ده له لومړي سره له ایف بي آی سره په پلټنو کې مرسته کړې. په بوسټن کې رامنځته شوی تاوتریخوالی د ټولنې د نورو غړو په څېر ده ته هم بوږنوونکی او ټکان ورکوونکی و. دی نه پوهېده چې دغه کس په بریدونو کې لاس لاره. په دې اړه مالومات ډېر وروسته خپاره شول."

په هغه بريد کې چې د اپرېل پر ١٥ په بوسټن کې د ځغاستې سیالیو پر مهال وشو، درې تنه ووژل شول او تر ٢٦٠ ډېر نور ټپيان شول.

له دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي و، چې د بوسټن ښار د بریدونو یو شکمن تیمورلنګ څارنایف د امریکايي مرکزي استخباراتو سي ای په وړاندیز د ترهګرو په لست کې شامل شوی و.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو دفتر "سي ای اې" ویلي وو، چې د تیمورلنګ څارنایف په اړه یې پلټنې پیل کړې وې، خو دې پایلې ته ونه رسېدل، چې ګني هغه یو ګواښ پېښولی شي.

څارنایف د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شو، خو د هغه ۱۹ کلن ورور جوهر څارنایف په دوو بریدونو کې تورن وګڼل شو.

ورته مطالب