شمالي کوریا امریکايی سړی په ۱۵ کاله بند محکوم کړ

Image caption "پاوژون یوکو چې په امریکا کې به کینیت بای مشهور دی، د اپریل په ۳۰ محکمې ته وړاندې شو."

شمالي کوریا وايي، یو امریکايی وګړی یې په ۱۵ کاله سخت بند محکوم کړی دی. د کینیت بای په نامه دغه کس په تېره نومبر میاشت کې په داسې حال کې نیول شوی و، چې شمالي کوریا ته یې د ګرځندویانو د یوې ډلې مشري کوله.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وايي، دی د سې شنبې/نهې په ورځ محکمې ته وړاندې شو او د شمالي کوریا د حکومت د راپرځولو د هڅې تورونه یې منلي دي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس ( کا سي این اې) په رپوټ کې ویل شوي، چې پاوژون یوکو چې په امریکا کې به کینیت بای مشهور دی، د اپریل په ۳۰ محکمې ته وړاندې شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پېټرک ونټریل ويلي:

" موږ له شمالي کوریا غواړو، چې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ سمدلاسه کینت بای خوشي کړي. د کینت بای په اړه ویل کېږي، چې کوریايي نژاد امریکایی دی، چې ګرځندویانو ته د سفر لپاره د اسانتیاوو چمتو کولو کاروبار کوی.

د کتونکو په وینا شمالي کوریا ښايي د کوریا ټاپو وزمې په کړکېچ کې له امریکايي بندي څخه د امتیازاتو تر لاسه کولو په لړ کې کار واخلي.

د یادونې ده، چې ملګرو ملتو د روان کال فبرورۍ کې له دریمې اتومې ازموینې وروسته پر شمالي کوریا بندیزونه ولګول.

له هغه وروسته د مارچ په پیل کې متحدو ایالتونو او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینات پیل کړل، چې په اړه یې شمالي کوریا سخت غبرګون وښود.

دغه محاکمه څو اونۍ وروسته له هغې شوې، چې په فبرورۍ میاشت کې د شمالي کوریا له خوا له اټومي ازموینې راوروسته د پیونګیانګ او واشنګټن تر منځ شخړې راپورته شوې.

په وروستیو کلونو کې د شمالي کوریا لخوا یو شمېر نور امریکایي ګرځندویان هم نیول شوي وو. خو هغوی ټول له خبرو وروسته خوشې شوي وو.

ورته مطالب