''عمران خان نور نه شي هېرېدلای''

Image caption اورلا ګیورین عمران خان ظاهري څېرې ته د یوه فلمي ستوري په سترګه ګوري.

پاکستان د روانې مې پر ۱۱ (ثور/غويي ۲۱) د ولسمشرۍ ټاکنې کوي. په دې لړ کې، د "تحریک انصاف" ګوند یا (پي ټي ای یا د عدالت لپاره ګوند) چې مشري یې د پاکستاني کریکټ لوبډلې پخوانی کپټان عمران خان کوي، توانېدلی، چې پر خپل ځان ځینې خلک ورمات او خپل ملاتړي ډېر کړي.

که چېرې په سیاسي ډګر کې ایله یوه اوونۍ موده اوږده وي، نو ۱۷ کلونه وخت هېڅ د ختمېدو نه ګڼل کېږي.

خو د پاکستان د کریکټ پخوانی لوبغاړی دا ټول کلونه د خپل ګوند پر جوړښت او پراختیا تېر کړي دي، او اوس یې خپل ځان د یوه سیاسي لوبغاړي په څېره کې رابرسېره کړی دی.

اوس امکان لري چې هغه په ټاکنو کې خپل بخت وازمايي.

زه له عمران خان سره د پاکستان پنجاب ایالت کې د هغه ټاکنیز کمپاین ځای ته ولاړم، چې دغه ایالت کې ټول کاندیدان د پلویانو جذبولو هڅې کوي.

په داسې حال کې چې د عمران خان ملګري، ګوندي دوستان، پلویان او مخکني یاران راټول شوي وو، نوموړی په یوه دودیز کمیس کې پرداسې مهال راغی، چې د بالیووډ د فلمونو په شان د لمر ضد عینکې یې پر سترګو وې.

زما یو همکار خوله غوږ ته رانژدې کړه: "څېره یې ترمیناټور ته ورته ده". رښتیا هم عمران خان له دا ډول ورته والي کرکه نه لري.

هغه په دې باور دی، چې د لویو سیاسي څپو په کاروان کې به خپل ځان واک ته ورسوي. له عمران خان سره د هغه په یوه ډېره ستړې ورځ له هغه سره ملګرې شوم، هغه د خپل ګوند په یوه خبره غونډه، ګوندي ناسته او درېیو لاریونونو کې ګډون وکړ، او له ګڼو خلکو سره یې په لاسونو روغبړ وکړ.

په داسې حال کې چې پخپل پلرني ښار لاهور کې تېرېده وویل: "ښکاري چې خلکو سره له اوسه خپله پرېکړه کړې ده. اوسنیو سیاستوالو څو څو ځلې خپلې ازموینې ورکړې دي. ابراهام لینکولن وايي: "ټول خلک د تل لپاره نه شي تېر ایستل کېدای". زه د هغه له دې خبرو سره موافق یم".

عمران خان پخپل انتخاباتي کمپاین کې د فساد ضد ډېرې چیغې وهي، او تل د پاکستان پر واکمنو سیاستوالو نیوکې کوي. دی وايي: "ویلای شم، چې د پاکستان ۸۰ سلنه لوړپوړي چارواکي فساد کې ښکېل دي. مبالغه نه کوم. او ان د پاتې ۲۰ سلنو هغو په اړه هم شکمن یم. که چېرې دغو کسانو په یوه لوېدیځه دیموکراسۍ کې ژوند کولای، ارومرو به زندان ته اچول شوي وای".

'وېره ممنوع ده!'

عمران خان د ټکنده غرمې له ګرمۍ وروسته د شیخپوره ګردجن او خاورین صنعتي ښار ته ولاړ. د ځوان کهول ملاتړي یې هلته ټیک یو ساعت په انتظار وو. هغه د واکمنو سیاستوالو ناراضه کسان د ځان پلوي کړي وو، او د رای اچونې په ورځ یې انتظار باسي.

د هغه د کمپاین په منځ کې هغه کسان ډېر ګرځېدل، چې هندۍ کوپره یې د خرڅلاو لپاره راوړې وه. خو د کاندید د ساتنې مسؤوله کوماندو هرڅه ته څارو وه.

Image caption د عمران خان ملاتړو هغه په چکچکو هڅاوه، ډېرو د ګوند سور، سپین او شین بیرغ ښوراوه.

د عمران خان د پلویانو په لنډو کمیسونو "وېره ممنوع ده" توري لیکل شوي وو. له یوې پاسنۍ پوښتې هم د "ان شاء الله" تبلیغاتي کمپاین نارې راتلې. عمران خان د کریکټ د یوه لوی لرګي ترڅنګ ولاړ و، او خلکو ته یې وینا کوله: "ایا د یوه نوي پاکستان لپاره چمتو یئ؟".

ملاتړو یې په ځواب کې هغه په چکچکو هڅاوه، ډېرو د ګوند سور، سپین او شین بیرغ ښوراوه. او ژمنه یې کوله چې خپلو انتخاباتي سیالانو ته به ماتې ورکوي. خو یو شمېر مینه والو بیا د کریکټ ډنډې پورته کولې. خو ځینو ته بیا دا خبره ښه ښکارېده، چې ګني په ۹۰ ورځو کې به فساد ورک کړي.

د عمران خان منتقدین وايي هغه ډېر ساده، خو خطرناک سړی دی. دوی یې د طالبانو په مقابل کې په منځلاریتوب تورنوي. خو دی دغه ډول نیوکې نه مني او ټینګار یې دا دی چې اورپکي یوازې ګټوره لار ده؛ ځکه چې تر اوسه پورې جګړې او نښتو نتیجه نه درلوده. دی وايي: "که چېرې د وژنو او پوځي ګامونو اخیستو چیغې ونه وهئ، نو سم لاسي د طالبانو په مقابل کې په نرمښت تورنېږئ. نهه کلونو پوځي عملیاتو پاکستان ته څه ګټه ورسوله؟ ورځ تر بلې سخت دریځي او ترهګري ډېرېدونکې ده".

دی پاکستان له جګړې او ترهګرۍ نه د رایستلو هڅه کوي، او باوري دی چې د پاکستان په خاوره کې د اورپکو د خطر په اړه له اغراقه کار اخیستل شوی.

دی وايي: "دلته القاعده ډېر لږ کسان لري، هغه کسان چې طالبان بلل کېږي، په واقعیت کې زموږ د قبایلو خپل خلک دي. هرڅومره چې هغوی ووژنو، هومره سخت دريځ او اورپکي ورسره ډېرېږي".

د غربیانو لپاره د عمران خان د زیاترو ویناوو اورېدل اسانه نه دي. خو ګڼ په دې باور دي، چې د پاکستان لپاره د عمران خان نسخه کار ورکولای شي.

د تورو عینکو یوه کس، چې ابي رنګه ټي شرټ یې اغوستی و، راته وویل: "زه باوري یم چې هغه کولای شي موږ له دې ناروین راوباسي، او د ترهګرۍ او بې وزلۍ په څېر لوی مسایل حل کړي".

عمران خان د بدلون شعار د هېواد په زیاترو برخو کې پر خپل ځان خلک راټول کړي دي.

خو په مقابل لوري کې، د پاکستان زیاتره هغه سیکولر او لیبرال ګوندونه، چې له طالبانو سره ډېر مخالفت لري، کاندیدان یې ان دا زړه هم نه لري، چې د عامو خلکو منځ ته راشي.

پاکستان کې سخت دریځو په وروستیو اوونیو کې پر ګڼو انتخاباتي حوزو او کمپاینونو بریدونه وکړل، چې لږترلږه ۵۰ کسن په کې ووژل شول، او سیکولر کاندیدان لاهم د دوی د وژل کېدونکو په لست کې دي. عمران خان وايي له یوه بل خطر سره مخامخ دی:

"هغه ګواښ چې ما ته ستونزه جوړوي، د ترهګرو له خوا نه دی، بلکې د هغو سیاسي مافیايي کسانو له لوري دی، چې نه غواړي د واک خواږه یې له خولې ووځي. فکر کوم دوی هر کار ترسره کولای شي".

د ځینو له انده، عمران خان له ټاکنو مخکې بریالی بلل شوی؛ ځکه چې په وینا یې هغه خپل ځان یو نوی کس جوړ کړی دی.

Image caption عمران خان وکړای شو، چې د دودیزو واکمنو سیاستوالو ګڼ ملاتړي وګړي پر ځان ورټول کړي.

د سیاسي چارو شنونکی امتیاز ګل وايي، چې عمران خان وړاندې د یوه کریکټ لوبغاړي په بڼه پېژندل کېده "تقریباً د هغه د کریکټ په دوره کې ټول خلک ترې خوښ وو. خو اوس خلک د هغه څه په اړه قضاوت کوي، چې دی یې کوي. خلک ډېرې زیاتې ستونزې لري او عمران خان یې ګڼې ستونزې په نښه کړې او لا له وړاندې یې د حلولو ژمنه ورکړې. ډېر خلک په دې اند دی، چې شاید هغه وتوانېږي ستونزې یې حل کړي، او پر خپله ژمنه وفا وکړي".

تر رای اچونې وروسته به د ازموینې پایله معلومه شي. اټکل دی، چې د عمران خان ګوند به د پاکستان له دوو لویو سیاسي ګوندونو (د نواز شریف په مشري مسلم لیګ او د بوټو د کورنۍ په مشري د پاکستان د خلکو ګوند) وروسته درېیم مقام ولري.

شاید هغه له یوه ایتلافي حکومت سره یوځای شي، یا د مخالفو پر یوې اصلي څېرې بدله شي. شنونکي اټکل کوي، چې عمران خان به په دواړو حالتونو کې یو داسې ځواک ولري، چې نه منل به یې ناممکن وي.

ورته مطالب