م. م وايي سومالیا کې لوږې '۲۶۰۰۰۰ خلک وژلي'

Image caption ملګري ملتونه وايي، سومالیا د لوږې له لاسه ډېری مړه شوي ماشومان دي.

د ملګريو ملتونو يو راپور وايي په سوماليا کې د تېرې لوږې پرمهال نژدې ۲۶۰۰۰۰ خلک مړه شوي، چې نيم يې له ۵ کلنو کم عمره ماشومان وو.

دغه شمېره له مخکينيو اټکلونو خورا لوړه ده.

دغه راپور چې د ملګريو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خپور کړی وايي لسګونه زره خلک ځکه بې ځايه مړه شوي، چې نړيواله ټولنه په ۲۰۱۰ کال په سيمه کې لوږې نښو نښانو ته په ځواب کې ډېره ورو وه.

د خوړو او کرنې سازمان (فاو) کې د سوامليا لپاره د خوړو امنيت او خوراکي څېړنې څانګې تخنيکي سلاکار ډانيېل مولا وايي په دغه هېواد کې لا اوس هم ډېر شمېر وګړی رنځېږي:

''سوماليا کې لا تر اوسه د ۲۰۱۳ کال تر اپرېله څه د پاسه يو مليون داسې وګړي دي چې د خوړو امنيت کړکېچ او بيړني حالت کې دي، او لا تر اوسه بشري مرستو ته اړتيا لري.

نو دا خبره مهمه ده چې د دغو خلکو د لنډ مهاله بيړني حالت او هم د اوږدمهاله پرمختيايي مرستې مسئلو سره چلن وشي.

وچکالي

خو طبيعي خبره ده چې په سوماليا کې روانه جګړه د دغې ټولې ستونزې ريښه جوړوي، دا نه يوازې د کړکېچ، د خوړو کړکېچ لا مل کېږي، بلکې دا هم چې په وختي او اغېزناک ډول لاس وغځول شي، د بشري مرستو رسونې پر وړاندې خنډونه جوړوي''.

د لوږې کړکېچ بنسټيز لامل سخته وچکالي بلل شوې، چې واک لپاره د سيالو ډلو ترمنځ جګړو يې حالت نور ناوړه کړی دی.

د ۱۹۹۲ کال لوږې پر مهال شاوخوا ۲۲۰ زره وګړي مړه شوي وو، خو د تېر پر تله د اوسنۍ لوږې د قربانيانو شمېرې خورا لوړ ښوول شوی دی.

Image caption د څه د پاسه ۲۰ کلنې کورنۍ جګړې پر مهال سوماليا د قومي جنګسالارانو پر بنسټ ولاړ ټولنه بدله شوې، چې سيال سياتولان او توندلاري اورپکي په کې پر واک سره جنګېږي.

ملګريو ملتونو لومړی د ۲۰۱۱ کال جولای کې د سوماليا جنوبي باکول او ټيټ شابېل سيمو کې د لوږې اعلان وکړ. دغه سيمې له القاعدې سره تړلې الشباب ډلې تر ولکې لاندې وې.

الشباب د لوږې خبره رد کړې وه او په هغو سيمو کې يې پر يو شمېر لوېديځو مرستندويه اېجسنيو بنديز ولګه وه، چې د دوی تر ولکې لاندې وې.

په راپور کې راغلي چې په جنوبي اړ مرکزي سوماليا کې د ټولټال وګړيو اټکل ۴،۶٪ سلنه او له پنځه کلنۍ ټيټ عمر ۱۰٪ سلنه ماشومان، او پلازمېنې موګاديشو د همدغه عمر ۱۷٪ سلنه مړه شوي دي.

د څه د پاسه ۲۰ کلنې کورنۍ جګړې پر مهال سوماليا د قومي جنګسالارانو پر بنسټ ولاړ ټولنه بدله شوې، چې سيال سياتولان او توندلاري اورپکي په کې پر واک سره جنګېږي.

دې چارې د ناقانونۍ حالت لا غوړولی دی.

ورته مطالب