سوریې کې پر پوځي مرکز " اسراییلي برید" شوی

Image caption اسراییلو د روان کال په جنورۍ کې هم پر دغه پوځي مرکز برید کړی و.

د سوریې د دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې اسراییلو پلازمېنې دمشق ته څېرمه پر یوه پوځي څېړنیز مرکز توغندويي برید کړی.

دغه مرکز په جبل قاسیون نومي سیمه کې دی او تېره شپه په دغه سیمه کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

اسراییلو د روان کال په جنورۍ کې هم پر دغه پوځي مرکز برید کړی و. تېره اونۍ د اسراییلو دفاع وزیر ومنله، چې جنورۍ کې پر سوریې دوی برید کړی و.

هغه ویلي وو، د حزب الله په څېر اسلامي توند لارو ډلو ته د وسلو لېږد د اسراییلو لپاره د سرې کرښې په معانا دي او کله چې له دغې سرې کرښې هاخوا تګ وشو، نو اسراییلو فعالیت وکړ.

په هغه لاسي ویډیو کلیپ کې، چې پر انټرنیټ خپره شوې، لیدل کېږي، چې د ښار په فضا کې د اور یوه غوټه پورته کېږي.

له ویډیو سره سم دې کې لیدل کېدونکې چاودنه جمرایه پوځي مرکز ته څېرمه شوې. د سوریې دولتي ټلویزیون په رپوټ کې د بشارالاسد حکومت مخالفو وروستیو بریدونو ته په اشارې سره ویل شوي، چې د اسراییلو وروستی برید د یاغیانو مورال لوړولو یوه هڅه ده، چې د حکومتي ځواکونو له بریدونو خواشیني دي.

اسراییلو د دې چاودنو په باب تر اوسه څه نه دي ویلي. د رویټرز خبري اژانس له لوري د یوې پوښتنې په ځواب کې د اسراییلي پوځ یوه ویندوی وویل، موږ د دغسې خبرونو په باب څه نه وایو.

له دې مخکې اسراییلي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط منلې وه، چې اسراییلي الوتکې د سوریې په خاوره کې د ګاډو هغه کتار په نښه کړ، چې توغندي يې لېږدول.

دوی ادعا وکړه، چې دغه وسله د لبنان توند لاري سازمان حزب الله ته لېږدول کېده. د حزب الله مشر په دا وروستیو کې وویل، چې د سوریې رښتیني دوستان لا هم شته، چې نه پرېږدي، دغه هېواد د امریکا، اسراییلو او یا اسلامي توندلارو لاسونو ته ولویږي.

تېره میاشت له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي و، اسراییل حق لري، ناسمو لاسونو ته د سوري وسلو د رسېدو مخه ونیسي.

د نوموړي په وینا که د الوتکو ضد او یا کیمیاوي وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورشي، د سیمې حالات به بدل شي.

د سوریې پلازمېنې په څنډو کې د حکومتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ یې له څو میاشتو راهیسې نښتې کېږي، خو تر اوسه هېڅ لوري برلاسی نه دی تر لاسه کړی.

د هغه تحریک په پایله کې، چې د ۲۰۱۱ کال له مارچ راهیسې د بشارالاسد حکومت په ضد پیل شوی، تر اوسه له ۷۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب