مالیزیا کې ټولټاکنو لپاره د رایې اچونې بهیر پیل شو

Image caption د مالیزیا په ټولټاکنو کې پر واکمن ګوند د فساد تورونه لګیدلي.

مالیزیا کې د ټولټاکنو په لړ کې د رایې اچونې لړۍ پیل شوې او ویل کېږي، چې د دغه هېواد تر ټولو سخته ټاکنیزه سیالي تر سره کېږي.

واکمن اییتلاف د لومړي وزیر نجیب رزاق ملا تړ کوي، چې د مخالف ګوند د مشر او پخواني مرستیال لومړي وزیر انور ابراهیم له لوري له سختې سیالۍ سره مخامخ دی.

دې ټاکنو کې به رایې اچوونکي له واکمن ګوند او مخالف اتحاد څخه یوه ته رایې ورکړي. واکمن ګوند له ۵۶ کلونو راهیسې مالیزیا کې حکومت کوي.

له رایې اچونې مخکې دغه هېواد کې د فساد په اړه یو شمېر تورونه لګیدلي دي.

له کوالالمپور څخه د بي بي سي خبریال جوناتن هیډ د رایې اچوونې له یوه مرکزه په خپل رپوټ کې وايي، چې د رایې اچونې د بهیر له پیل مخکې رایې اچونکي د دې مرکزونو مخې ته په کتارونو کې ولاړ لیدل شوي. د کتونکو په وینا په ۱۹۵۷ کې د خپلواکۍ له تر لاسه کولو وروسته داسې ښکاري، چې لومړی ځل به دغه هېواد کې مخالف ګوند وتوانیږي، چې د واکمن ګوند ځای ونیسي.

د دوی په وینا له نیمې پېړۍ راهیسې د یوه واکمن ګوند د سلطې ختمولو همدې نښو نښانو دغو ټاکنو ته تاریخي حیثیت ورکړی. زموږ د خبريال په وینا د مالیزیا په ځوان نسل کې د بدلون یوه هیله مندې لیدل کېږي او همدا سبب دی، چې د مخالف ګوند ټاکنیز کمپاین یې خوځنده ساتلی.

د خبریال په وینا واکمن ګوند د خلکو د خوشحاله کولو لپاره خورا ډېر لګښت کړی، چې له امله یې برلاسی ښکاري او په کلیوالو سیمو کې هم د دوی ملاتړ تر نورو زیات دی.

که یوه لور ته د مالي پرمختګ او په هېواد کې د ټیکاو رامنځ ته کولو نوښت د واکمن ګوند په برخه دی، نو بل لور ته پرې د مالي درغلیو تورونه هم لګیدلي.

د پخواني مرستیال لومړي وزیر انور ابراهیم په اییتلاف کې د بېلا بېلو توکمونو او مذهبي ډلو کسان شامل دي او ویل کېږي، چې دوی د خلکو لپاره د یوه متبادل حکومت رامنځ ته کولو فرصت برابرولای شي.

۵۹ کلن لومړی وزیر نجیب رزاق هیله مند دی، چې د مالیزیا خلک به نه یوازې د ده اییتلاف بیا واک ته ورسوي، بلکې ګوند ته به یې دوه په دریو کې اکثریت ور په برخه کړي، چې د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې دغه ګوند ورڅخه محروم پاتې شو.

ورته مطالب