پاکستاني ټاکنې، سیاسي اسلام د پوځ پر وړاندې

Image caption د پاکستان ټولټاکنې د روانې مې پر ۱۱مه ترسره کېدونکې دي.

د پاکستان په تېرو ټاکنو کې د مسلم لیګ ګوند – قايد اعظم څانګه، چې د مخکني پوځي ولسمشر پرویز مشرف پلوی هم و، په ټاکنو کې د پارلمان تر ټولو ډېرې څوکۍ (۷۵) وګټلې، په دویم کتار کې د پاکستان د خلکو ګوند ۶۲ څوکۍ خپلې کړې، خو اسلام پالو بیا درېیم مقام خپل کړ.

د مسلم لیګ نواز شریف ګوند په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ډېرې رایې وګټلې، چې دواړه ایالتونه له افغانستان سره ګډه پوله لري.

خو کله چې پاکستاني اسلام پالو ډلو د دوی په وینا د سیکولر هغو پر وړاندې لاسونه سره یو کړل، اسلام اباد ته یې د کرملین خطاب وکړ، او د پوځي حکومت د نسکورولو هڅې یې پیل کړې.

پاکستان کې د سیاسي څپ څپانده حالت په راتلو سره د اسلام اباد واکمن له خپل پخواني دښمن هند له دې په وېره کې وو، چې ګني په اسلام پالو کې د حکومت پرضد نفوذ به ډېر کړي.

په نړیواله کچه نړیوالو ته د اسلام اباد د واکمنو دا ژمنه تر ډېره بې پایلې وختله، چې ګني په سیمه کې –په تېره بیا پاکستان او افغانستان- کې د ترهګرۍ پرضد د زړه له کومې مبارزه کوي.

خو د پاکستان ګاونډی افغانستان تر پر خپل ګاونډي تور لګوي، چې ګني افغانستان کې کېدونکي او شوي بریدونه پاکستان کې طرح کېږي، هلته اورپکي پوځي روزن ځایونه لري.

خو د پاکستان په خاوره کې د امریکايي بې پیلوټه بریدونو په ډېرېدو او له خپلې خاورې په ګاونډي افغانستان کې د اورپکو ضد عملیاتو لپاره یې امریکا ته خپلې اډې ورکړې، چې په دې سره ظاهراً پاکستان کې د اسلام پالو ډلو غوسه راوپارېده او له واکمن حکومت سره یې پخوانۍ دښمني لا ډېره شوه.

Image caption د پاکستان پر واکمن نظام نیوکې کېږي، چې وزګارو خلکو ته یې د کار موندلو زمینه نه ده برابره کړې.

لومړی د پاکستاني حکومت ضد مفکوره په نسبتاً اسلام پالو کې ډېره شوه، که څه هم په دوی کې مذهبي فرعي اختلافات ډېر وو، خو د حکومت پر وړاندې دریځ کې یې چندان توپیر نه لیدل کېده.

همدا وو، چې پاکستان کې دوو سني مذهبو ډلو (د مولانا فضل الرحمن جمیعت علماء اسلام) او د مولانا سمیع الحق ډلې چې "هاروارډ طالبان" هم یادېږي، په ظاهر کې د حکومت ضد دریځ غوره کړ.

د مولانا سمیع الحق له حقاني مدرسې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ اته وزیران د دغې مدرسې فارغان وو.

پاکستاني اخوانیان

که څه هم د قاضي حسین احمد ډله (جماعت اسلامي) ډېره سخت دریځي نه کوله، خو ډېر ورته د "پاکستاني اخوانیانو" په سترګه ګوري، او تر ډېره یې افکار د لاهور له "منصوره" ښار څخه سرچینه اخلي، ځکه چې هلته یې ګڼ مشران او لوړپوړي غړي مېشت دي.

سلفي ډلې هم کرارې نه دي ناستې، د ساجد میر په مشرۍ د "حرکت اهل الحدیث" ډله هم په سیاست کې د ځان دخیلولو هڅې کوي.

خو د ساجد نقوي په مشرۍ د جعفریه حرکت ډله او د شاه احمد نوراني په مشرۍ د "جمیعت علماء پاکستان" صوفي ډلې هم خپله برخه غواړي.

دا وروستۍ درې واړې ډلې د پاکستان په سیاسي ډګر کې د خپل پراخ نفوذ په درلودلو ونه توانېدې، خو یوازې جمعیت علماء پاکستان او جعفري حرکت یوازې یوه څوکۍ وګټله.

وروسته تر دې چې دغو ډلو پارلمان کې ایله ۲سلنه څوکۍ وګټلې، د ګڼو اسلامي ګوندونو د شورا جوړولو پر اړتیا یې غور وکړ، همدا وه چې د "د یو موټي کار شورا" یې جوړه کړه، چې په دې کې د افغاني طالبانو پر ونډې هم ګڼو خلکو خبرې کړې دي.

دوی دا شورا له دې اړخه جوړه کړه، ګني د طالبانو پرضد د امریکايي جګړې مخې ته یو موټی شي، ځکه پاکستاني اسلام پالي ظاهراً واشنګټن ته د یوه دوښمن په سترګه ګوري.

مولانا سمیع الحق "له افغانستانه د دفاع شورا" جوړولو اصلي لامل داسې په ګوته کړی و: "په افغانستان کې امریکايي جګړه د دغې شورا د جوړېدو اصلي سبب و، تر ۳۵ ډېر مذهبي او جهادي مشران په حقانیه مدرسه کې راغونډ کړل، او له افغاني طالبانو سره مو د همکارۍ بیعت وکړ. ټولو موافقه وکړه او بیا مې یو مسؤول کس د افغانستان او پاکستان د دفاع د شورا مشر وټاکه".

د لومړۍ شورا له خېټې دغه راوتلې شورا منځلاري غړي هڅه کوي، چې ټاکنو کې ګډون وکړي، خو سخت دریځي هغه یې په افغانستان او کشمیر کې په وسله والو جګړو بوخت ساتلي دي.

ورته مطالب