''اسراییلو د ''ترهګرو'' په همغږۍ سوریه بمبار کړې''

Image caption اسراییلو په بیا بیا ویلي دي چې نه غواړي د سوریې په خونړیو کورنیو جګړو کې ښکیل شي.

سوریه له پلازمینې دمشق سره نژدې د یوې زوروې چاودنې پړه پر اسراییلو اچوي.

د خلکو له خوا اخیستل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د اور لمبې اسمان ته پورته کېږي. د سوریې دولتي مطبوعاتو وویل د څیړونو یو پوځي مرکز په نښه شوی چې تلفات هم لري.

په دمشق کې یوه فرانسوي خبریال د چاودنې کیسه داسې وکړه:

''زه له نیمې شپې وروسته بېرته راغلم شاخوا دوه بجې وې چې یوه لویه چاودنه وشوه. د دې چاودنې غږ بل ډول و ځکه چې په دمشق کې خلک د چاودنو له غږ سره اشنا دي. دا د توپ یا موټر بم چاودنې غږ نه و، بلکې دا یوه لویه چاودنه وه.‎ له هغه وروسته نورې چاودنې هم وشوې''.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې درې پوځي مرکزونه په نښه شوي په کې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د کابینې له بیړنۍ غوندې وروسته د سوریې د اطلاعاتو وزیر عمران الزعبي په یوې خبرې غوندې کې يوه اعلامیه ولوسته او دغه بریدونه یې وغندل.

نوموړي وویل د اسراییلو برید وښودله چې د ده په وینا د ترهګرو او سخت دریځو اسلامپالو پلوي کوي:

''دښمن اسراییلو د یکشنبې په ورځ سهار د عربي جمهوریت سوریې پرضد ښکاره برید وکړ، د سوریې پر پوځي تاسیساتو برید چې دا په ښکاره ډول له نړیوال قانون نه سرغړونه ده. د سوریې حکومت ټینګار کوي چې دې برید د هغو ټولو احتمالاتو لویه دروازه پرانسته چې وايي په دې کې اوس هیڅ شک نشته چې د سوریې په جګړه کې ښکیل ترهګر ځواکونه له خپلو صهیونستي غړو سره اړیکې لري''.

Image caption حکومتي تلوېزیون ویلي، چې دا ځای د اسراییلو بمبار ویجاړ کړی.

که څه هم په رسمي ډول اسراییلو د بریدونو مسوولیت نه دی منلی خو مطبوعات د ناڅرګندو امنیتي کسانو له خولې وايي د تېرې شپې بریدونه اسراییلو کړي دي.

ګومان کېږي چې د دې بریدونو هدف په ایران کې جوړ هغه توغندي وو چې ویل کېږي حزب الله ډلې ته لېږدول کېدل.

هغه ډله چې د سوریې د حکومت پلوي کوي او د اسراییلو دښمنه ده.

خو اسراییلو په بیا بیا ویلي دي چې نه غواړي د سوریې په خونړیو کورنیو جګړو کې ښکیل شي.

ورته مطالب