امریکايي ښځې تر یوې لسیزې وروسته وموندل شوې

Image caption دي جیزس په ۲۰۰۴ کال کې له ښوونځي کور پر لاره تښتول شوې وه.

د امریکا متحدو ایالتونو په اوهایو ایالت کې په ۲۰۰۲ کال ۲۰ کلنه میشل نایټ او په ۲۰۰۳ کال اماندا بري په ۱۶ کلنۍ او جینا دي جیزس بیا یو کال وروسته د ۱۴ کلونو په عمر تري تم شوې وې چې اوس پیدا شوې دي.

درې واړې د اوهایو ایالت په کلیولنډا ښار کې له خپله کوره تري تم شوې وې.

پولیسو ویلي، چې د درې واړو ښځو روغتیايي وضعیت ښه دی او دا مهال په روغتون کې دي.

د دغې تښتونې په تور درې کسان نیول شوي دي.

ویل کېږي، چې ټول نیول شوي تورن د شاخوا پنځوسو کلونو عمرونه لري.

پولیسو خبریالانو ته ویلي، چې درې واړه تورن وروڼه دي، او یو یې په هغه کور کې اوسېده، چې دغه ښځې په کې پیدا شوې دي.

خو ډاکټرانو ویلي، چې د درې واړو ښځو وضعیت له نژدې څاري او ښې دي.

داسې راپور هم ورکړل شوی، چې له تښتول شویو ښځو یوې یې د بند په موده یو بچی هم زیږولی دی.

د کلیولنډ ښاروال فرانک جسکن ویلي: "زه ډېر منندوی یم، چې امنادا بري، جینا دي جیزس او میشل نایټ ژوندې وموندل شوې".

هغه وویل: "په دې تړاو ډېرې نا ځواب شوې پوښتنې لرو، خو لاهم زموږ پلټنې دوام لري".

یوه عیني شاهد په سیمه کې ویلي، چې له کوره د راوتلو پرمهال یې د یوې ښځې په غېږ یو ماشوم ولید او له خلکو یې د مرستې غوښتنې چیغې وهلې.

د چارلز په نامه دغه عیني شاهد دا هم ویلي چې "په کلیولنډ کې مې چیغې واورېدې.... یوه ښځه مې ولیده چې د لېوني په شان یې منډې وهلې او بهر ته راووتله".

"هلته ورغلم، یوه ښځه مې ولیده ویل یې چې مرسته راسره وکړه، چې وتښتم. ډېر کلونه دلته بندي یم. فکر مې وکړ چې شاید د کورني تاوتریخوالي کومه قضیه وي".

ویل کېږي، د هغه کور شاوخوا خلک راغونډي شوي، چې دغه ښځې په کې موندل شوې دي.

دي جیزس په ۲۰۰۴ کال کې له ښوونځي کور پر لاره تښتول شوې وه.

ورته مطالب