تر ۲۵ ٪ لږ کسان اونۍ کې یو ساعت پښو تګ کوي

Image caption رامبلرز د مې له څلورمې تر ۱۱ د پښو تګ اونۍ نمانځي.

برتانیا کې د یوې خیریه موسسې (رامبلرز) مسوولین وايي، ۲۵ سلنه نارینه او ښځې د یوې اونۍ په اوږدو کې له یوه ساعته هم لږ پښو تګ کوي.

( یوګو ) نومې سروې کې له دوو زرو ډېرو کسانو څخه وپوښتل شول، چې دوی کله او چېرې په پښو تګ کوي، نو معلومه شوه، چې له دې پرته نور نژدې ۴۳ سلنه کسان اوونۍ کې له دوو ساعتونو هم لږ پښو تګ کوي.

له دولتي لارښوونې سره سم خلک باید په اونۍ کې له اعتدال سره سم تر ۱۵۰ دقیقو پورې بدني ورزش وکړي.

دې سروې کې له خلکو دکانونو، ښوونځیو دفترونو او نورو کارځایونو ځایونو ته د دوی د تګ راتګ په شمول د اونۍ په اوږدو کې د ټولټال پښو تګ په باب وپوښتل شول.

رامبلرز چې د مې له څلورمې تر ۱۱ د پښو تګ اونۍ نمانځي، مسوولین وايي، برتاینا کې له مخکې نه معلومه شوې، چې دوه دریمه برخه بالغ کسان ډېر لږ بدني ورزش کوي او دې سروې کې دا ثابته شوه.

سره له دې، چې ډېر لږ کسان پښو تګ راتګ کوي، خو په سروې کې پوښتل شویو نژدې ټولو کسانو ومنله، چې پر خپلو پښو ګرځیده خورا ګټور ورزش دی.

د رامبلرز مشر بېنېډیکټ ساوت ورت وايي:

" برتانیا کې د نه فعالیت د ستونزې هوارولو لپاره پښو تګ تر ټولو غوره وسیله ده."

د دغه هېواد د روغتیا وزیرې انا ساوربای ویلي، چې پښتو تګ د روغتیا پالنې ډېره مناسبه وسیله ده.

ورته مطالب