پر سوریې د اسراییلو برید کې ۴۲ کسان وژل شوي

Image caption اسراییلو جنورۍ کې هم پر یاد پوځي مرکز برید کړی و.

سوریې کې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي د دوشنبې په ورځ سوریه کې د اسراییلي برید له کبله ۴۲ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر بې درکه دي.

سوریه کې د حکومت مخالفې ډلې دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې په پام کې ده، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري مسکو کې د سوریې د حالت په اړه خبرې وکړي.

له دې مخکې د سوریې دولتي رسنیو ادعا کړې وه، چې اسراییلو جبل قاسیون سیمه کې د یوه پوځي تحقیقاتي مرکز په ګډون دغه هېواد کې درې هدفونه په نښه کړي دي.

اسراییلو جنورۍ کې هم پر یاد پوځي مرکز برید کړی و.

دغه ځای کې د تېرو شنبې او یکشنبې ترمنځ شپې مهال د درنو چاودنو غږونه واورېدل شول.

اسراییلي سرچینو وویل، چې د لبنان حزب الله توند لارې ډلې ته لېږدونکې وسلې یې په نښه کړې، خو رسماً اسراییلو د دغه برید په اړه څه و نه ویل.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي اسراییلو په جمرایه کې پوځي څېړنیز مرکز، د دمشق په الدماس سیمه کې یوه ځغاست کرښه او مېسالون کې یو هدف په نښه کړل.

د سوریې د بهرنیو چارو په وینا:

"اوس شک نه شته، چې اسراییل سوریه کې د ترهګرۍ پېښو ته لمن وهونکی، له دې نه ګټه اخیستونکی او کله نا کله خپله داسې فعالیتونه تر سره کونکی هېواد دی."

بله خوا دمشق کې د فرانسې له خبري اژانس اې ایف پي سره په مرکه کې سوري چارواکو ویلي، چې د اسراییلي برید ځواب به ورکړي، خو د دوی په وینا د دې لپاره به مناسب وخت وټاکل شي.

" کېدای شي، ځوابي برید اوس و نه شي، ځکه اسراییل د تیارسئ په حالت کې دي، موږ به انتظار وکړو، خو د دې تېري ځواب به ارومرو ورکړو"

بله خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د روسي ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لیدنې مخکې په یوه خبر پاڼه کې له لوېدیځو هېوادونو غوښتي، چې د سوریې پر کړکېچ سیاست و نه کړي.

ورته مطالب