سپینه ماڼۍ سوریه کې د کیمیاوي وسلو په اړه شک لري

Image caption وړاندې د سوريې لپاره د خپلوا ک نړيوال کمېسيون يوې غړې ويلي و چې په دې برخه کې پاخه شواهد شته چې ياغيانو د سارين په نوم عصبي ګاز کارولي دي.

د امريکا متحدو ايالتونو هغه خبره وننگوله چې ګواکې، ياغيانو سوريه کې کيمياوي وسلې کارولې وي.

د سپینې ماڼۍ وياند وويل: په ډېر احتمال سره چې دغه ډول وسلې به د سوريې حکومتي ځواکونو له لوري کارول شوې وي.

تر دې وړاندې د سوريې لپاره د خپلوا ک نړيوال کمېسيون يوې غړې ويلي و چې په دې برخه کې پاخه شواهد شته چې ياغيانو د سارين په نوم عصبي ګاز کارولي دي.

داسې ښکاري، چې سپينه ماڼۍ د هغو ادعاوو په اړه، چې د کيمياوي وسلو د کارونې مسووليت د حکومتي ځواکونو پرځاى کېداى شي، ياغيان ولري بې تفاوته ده.

د ولسمشر بارک اوباما وياند جي کارني وويل، چې اداره يې په دې اړه سخته شکمنه ده، چې گنې د اسد له رژيم پرته کوم بل چا دې دغه ډول وسلې کارولې وي.

"رښتینې خبره داده چې څو ځلې مو پرې څرگندونې کړې او هغه دا چې موږ پردغو وړانديزونو سخت شک لرو چې ياغيان دې دا ډول وسلې ولري او يا يې کارولې وي.

زموږ موندنې او باور په ډېر احتمال سره دادى چې سوريه کې کيمياوي وسلې د اسد د رژيم له لوري کارول شوي دي اوهمدا زموږ دريځ دى ."

Image caption له قربانيانو او ډاکترانو څخه راټول شوي شواهد په دې اړه پاخه او ځانګړي شکونه پېدا کوي چې په واقعاً ياغيانود سارين په نوم د اعصابو ګاز کارولي دي. کارلا دي پونټې

خو هغه ټينگار وکړ، دا ډېره مهمه ده چې په دې برخه کې د شواهد و ټولولو ته دوام ورکړل شي، ځکه وايي دغه رپوټونه کافي نه دي چې ولسمشراوباما دې پاېلې ته ورسېږي چې له سرې کرښې تېرى شوى.

د سوريې په اړه د پلټنې خپلواک او نړيوال کمېسيون غړې کارلا دي پونټې ويلي، له قربانيانو او ډاکترانو څخه راټول شوي شواهد په دې اړه پاخه او ځانګړي شکونه پېدا کوي چې په واقعاً ياغيانود سارين په نوم د اعصابو ګاز کارولي دي.

خو د سوريې په اړه د پلټنې خپلواک او نړيوال کمېسيون چې مېرمن پونټي يې هم غړې ده وروسته يوه اعلاميه خپره کړه او ويې ويل ، چې تر اوسه پورې کمېسيون په دې برخه کې وروستۍ پايلې ته نه دى رسېدلى او په داسې يوه دريځ کې نه دى چې په پرې نورې څرگندونې وکړي.

ورته مطالب