برما ۶ مسلمانان د راهب په وژنې مجرم وګڼل

Image caption دغه راهب د برما د مېکتیلا په ښار کې هغه وخت وژل شوی چې د مسلمانانو او بودایانو تر منځ نښې وشوې چې په کې، لږ تر لږه ۴۳ مسلمانان هم ووژل شول.

په برما کې شپږ مسلمانان د یوه بودايي راهب د وژلو په تور مجرم ګنلي دي چې ويل کېږي د مارچ په میاشت کې يې هغه وخت وژلی چې په دغه هېواد کې توکمیز تاوتریخوالی اوج ته ورسېد.

دغه راهب د برما د مېکتیلا په ښار کې هغه وخت وژل شوی چې د مسلمانانو او بودایانو تر منځ نښې وشوې چې په کې، لږ تر لږه ۴۳ مسلمانان هم ووژل شول.

د هغې میاشتې د تاوتریخوالي او نښتو په تړاو تر اوسه هېڅ یو بودايي کس نه دی نیول شوی ـــ که څه داسې ویډیګانې خپرې شوې چې په کې ښودل يې چې بودایانو پر مسلمانانو بریدونه کړي او کورونه او هټۍ يې ور سوځولي دي.

ويل کېږي چې دغه بودايي راهب د مارچ میاشتې په تاوتریخوالي کې وژل شوی دی.

ويل کېږي چې دغه سړی پر موټر سایکل سپور و چې دغو شپږو تنو مسلمانانو را ونیو او په وهلو ټکولو يې وواژه.

اوس دا دی له هغې پېښې یوه نیمه میاشت وروسته شپږ مسلمان سړي د هغه بودايي راهب په وژلو تورن وپېژندل شول او د مرګ له سزا سره مخامخ دي.

خو په خپله مېکتیلا کې نښتې په ټولیزه توګه د مسلمانو لږکیو پر وړاندې وشوې چې تر ۴۰ ډېر يې ور ووژل.

د برما د پولیسو له خوا ځینې اخیستل شوي عکسونه ښيي چې ځینې ځوان مسلمان سړي له خپلو سوځېدلو کورنو تېښتي او په چړو ژوبل وي.

په دغو عکسونو او ویډوګانو کې په ښکاره معلومېږي چې بودايي راهبانو او ځینو نورو سړو د مسلمانانو کورونه او جوماتونه ورانول.

خو له دومره ثبوتونو سره سره بیا هم د برما پولیسو هېڅ یو بودايي وګړی د مسلمانانو په ځورولو و نه نیوه.

درې نور سړي هم محکمې ته راوړل شوي و.

دوی ټولو په هغه زرګرۍ دوکان کې کار کاوه چې د مسلمانانو وو او تاوتریخوالی او نښتې لومړۍ ترې پیل شوې.

د دوشنبې په ورځ د برما ولسمشر تېن سېن ژمنه وکړه چې د برما د مسلمان لږکیو حقونه به خوندي کوي خو په مېکتیلا کې لا عدل او انصاف تر اوسه یو اړخیز لیدل کېږي.

ورته مطالب