نایجریا: د بوکو حرام برید ۵۵ کسان وژلي

Image caption وروستۍ برید تر ټولو ډېر خونړی و.

د نایجریا په ختيځ کې د بوکو حرام اسلامپالې ډلې په یوه برید کې لږترلږه ۵۵ کسان وژل شوي.

د نایجریا د پوځ ویاند ویلي، دغه کسان هغه مهال ووژل شول، چې بوکو حرام ډلې د هېواد ختیځ بورنو ولایت پر یوه زندان برید وکړ.

سرچینه وايي، د برید په پایله کې ۱۰۵ بندیان تښتېدلي.

پوځي ویاند دا هم ویلي، چې په وژل شویو کې د ۲۲ افسرانو او د زندان د ساتونو په ګډون دوه نور پوځیان هم وژل شوي.

دوی د پولیسو په ډزو د ۱۳ بوکو حرام جنګیالیو د وژل کېدا ادعا هم کوي.

خبریالان وايي، بورنو سیمه وړاندې هم د بوکو حرام د بریدونو شاهده وه، خو دا وروستی برید تر ټولو ډېر خونړی و.

په دغه سیمه کې وسله والو د پولیسو د پوستې او محکمې د ودانۍ په ګډون ګڼې ودانۍ ویجاړې کړې دي.

مخکې یې د پولیسو پر یوې پوستې برید شنډ شوی و.

بوکو حرام ډله د نایجریا په بورنو کې ژورې جرړې لري، چې د اوسني حکومت د چپه کولو او پرځای یې د "اسلامي حکومت" د جوړولو لپاره ظاهراً وسله واله مبارزه کوي.

تېره میاشت حکومتي پوځي د بورنو ولایت په باګا سیمه کې د سخت دریځو د شړلو پرضد عملیات پیل کړي وو، بیا بوکو حرام د پوځ پر یوې ګزمې برید وکړ.

ورته مطالب