برتانوي فزیک پوه د اسراییلو کنفرانس ته نه ورځي

سټېفن هاوکېنګ
Image caption په لندن کې د اسرائيلو سفير پر پروفيسور هاوکېنګز تور لګولی ګواکې هغه چا ته يې غاړه ايښې چې ده د سياسي توندلارانو له خوا فشار وباله.

د نړۍ يو له غوره پېژندل شويو ساينس پوهانو، پروفيسور سټېفن هاوکېنګ پرېکړه کړې له هغه کنفرانس ته په نه ورتلو له اسرائيلو سره پرېکون وکړي، چې ټاکل شوې وه راتلونکې مياشت په بيت المقدس کې په کې ګډون وکړي.

فلسطيني فعالان وايي دغه پرېکون له فلسطيني وګړيو سره د اسرائيلو چلن ته په احتجاج کې کېږي.

په لندن کې د اسرائيلو سفير پر پروفيسور هاوکېنګز تور لګولی ګواکې هغه چا ته يې غاړه ايښې چې ده د سياسي توندلارانو له خوا فشار وباله.

د بي بي سي نړيوالو چارو خبريال ريچار ګلپېن پرې راپور لري.

د سټېفن هاکېنګز يوه وياند بي بي سي ته د دې پخلی وکړ چې پروفيسور يې د اسرائيلو ولسمشر شېمون پېرېز ته ليکلي دي چې کنفرانس ته يو له مهمو وينا والو و، ګډون به نه کوي.

ده وويل پرېکړه يې د فلسطيني پوهانو له لوري پر سپارښتنه ولاړه ده، چې ويلي يې وو، له اسرائيلو سره شلون ته دې درناوی وکړي.

خو داسې ښکاري چې ناوړه روغتيايي حالت يې هم ښايي يو لامل وي.

کنفرانس چې د اسرائيلو ولسمشر يې کوربه دی، او ټاکل شوې زرګونه پوهان، ډيپلوماتان او هم پخواني او اوسني سياستولان په کې ګډون وکړي، دا پرېکړه به يې پر وړاندې يو مهم ګوزار وي.

ګډونوال به راتلونکې مياشت پر ځينو داسې مهمو مسائلو سره بحث کوي، چې راتلونکي نسلونه به ورسره مخامخ کېږي.

پروفيسور هاکېنګ به د يو خورا نوموتي فيزيک پوه، ستوري پېژندونکي او رياضي پوه په توګه د کنفرانس مخکښ ويناوال وای.

لندن کې د اسرائيلو سفير ډانيېل ټاوب وويل دا پرېکړه خواشينوونکې ده، او کنفرانس ته تګ به د ده په وينا، په سيمه کې د پرمختګ او سولې غوړېدا يوه غوره لار وي.

ورته مطالب