د جماعت اسلامي مرستیال په مرګ محکوم شو

Image caption قمرالزمان چې پرې لګول شوي تورونه ردوي ویلي چې د ده محاکمې سیاسي انګیزه لرله او د محکمې د پریکړې پرضد به عریضه وکړي.

په بنګله دیش کې د مخالف ګوند جماعت اسلامي مرستیال قمر الزمان د جنګي جرمونو د محکمې له خوا په مرګ محکوم شو.

محمد قمرالزمان په ۱۹۷۱ کال کې د خپلواکې د جګړې پرمهال د شکنجې او ډله ییزې وژنو له اوو نه په پنځو تورونو مجرم وپیژندل شوی.

په بنګله دیش کې د جنګي جرمونو محاکمه په ۲۰۱۰ کال جوړه شوه چې د خپلواکۍ د جګړې پرمهال په جنګي جرمونو تورن کسان محاکمه کړي.

قمرالزمان چې پرې لګول شوي تورونه ردوي ویلي چې د ده محاکمې سیاسي انګیزه لرله او د محکمې د پریکړې پرضد به عریضه وکړي.

د جماعت اسلامي ګوند وايي حکومت راتلونکی کال له انتخاباتو دمخه له نوموړې محکمې نه د خپلو سیاسي مخالفانو د لیرې کولو په موخه کار اخلي.

دغه راز د بشري حقونو نړلوالو ډلو هم ویلي چې په بنګله دیش کې د جنګي جرمونو جوړه شوې محکمه په نړیواله معیارونو برابره نه ده.

خو د قمرالزمان د محاکمې پرمهال دریو ښځو چې میړونه یې وژل شوي د هغه پرضد شاهدي ورکړه.

دغو ښځو محکمې ته وویل چې څنګه قمرالزمان پاکستاني ځواکونو ته لارښونه وکړه چې د دوی کلي ته ورشي او بزګران ووژني.

د بنګله دیش په پلازمېنه ډاکه کې د بي بي سي خبریال مسعود خان وايي د محکمې پریکړې چې قمرالزمان یې په مرګ محکوم کړ له محکمې بهر ولاړ ګڼ کسان خوښ کړل.

پر قمرالزمان د ډله ییزو وژنو، شکنجې او تښتونو تورونه وروسته له هغه ولګول شوی چې نوموړی په ۲۰۱۰ کال کې د یوې بلې قضیې په تړاو ونیول شو.

ورته مطالب