د امریکا په کولرادو کې به له چرسو مالیه اخیستل کېږي

Image caption د کولرادو ایالت د کنګرې د یوې پرېکړې له مخې به په پرچون ډول د چرسو له پېر او پلور څخه ٢٥ سلنه ماليه اخیستل کېږي

په پام کې ده چې د امريکا د کولرادو ايالت کې له هغو چرسو نه چې د تفريحي په موخه کارول کېږي ماليه واخيستل شي.

د کولرادو کنگرې د چارشنبې په ورځ دغه پرېکړه وکړه او دا د هغو گامونو يوه برخه بلل کېږي چې له مخې به يې د چرسو پير او پلور قانوني شي.

ددغې پرېکړې له مخې به په پرچون ډول د چرسو له پېر او پلور څخه ٢٥ سلنه ماليه واخيستل شي.

له هغه راهيسې چې رايه اچوونکو د ډيسمبر په مياشت کې چرس قانوني کړ واشنگټن کې پر الکولي څښاک د کنټرول ستانې ادارې سټې د داسې يوه سيستم د رامنځ ته کولو هڅه کوله چې د چرسو توليد، پروسس او په پرچون ډول يې پير او پلور قانوني شي.

د چرسو د پير او پلور د بازارونو د نامنظموالي له کبله که څه هم حکومتي چارواکي ډاډ من نه دي چې له چرسو به څومره عوايد ترلاسه شي خو کارپوهان وړاندوينه کوي چې ښايي دغه صنعت په يوه پنځه کلن پړاو کې دوه ميليارده عوايد ولري.

د چرسو پېر او پلور به راتلونکى کال کې وروسته له هغه پيل شي چې د نوموړې ادارې له خوا د چرسو د توليدونکو، پروسس کوونکو او خرڅوونکو لپاره قوانين تصويب شي.

تر لس کلونو ډېره موده کېږي چې په کولرادو کې له چرسو نه د درملو په توګه په قانوني بڼه کار اخیستل کېږي.

خو د نوومبر په مياشت کې د رايه اچوونکو د ملاتړ له کبله به په کولرادو او واشنگټن کې د چرسو پر خرڅولوشته محدوديتونه لږ شي.

اوس له شلو کلونو څخه د پورته عمر لرونکي کسان کولى شي چې ٢٨ گرامه چرس پروسس کړي او يا هم خپل کور کې د بنگو شپږ بوټې وکري.

دغه قانون به هغو هټيو ته چې د نشه يي داروگانو د خرڅولو جواز لري اجازه ورکړي چې له ٢٠١٤ کال څخه د چرسو پېر او پلور هم پيل کړي.

خو په عام محضر کې به يې کارونه غيرقانوني پاتې وي.

ورته مطالب