پاکستان:د رایو، شمېرل روان دي او نواز شريف خپل برى اعلان کړ

Image caption د کراچۍ ښار له یو شمېر سیمو پرته ټول پاکستان کې د ټاکنو لړ کې د رایې اچوونې بهیر له ټاکلي وخت سره سم پای ته ورسېد.

د کراچۍ ښار له یو شمېر سیمو پرته ټول پاکستان کې د ټاکنو لړ کې د رایې اچوونې بهیر له ټاکلي وخت سره سم پای ته ورسېد.

د توند لارو له لوري له ګواښونو سره سره له یو لړ تشدد سره تر ډېره حده د امنیت وضع په ټول کې کابو وه.

په کراچۍ پېښور کوټه او بلوچستان کې بمي او راکټي بریدونو کې نژدې ۱۴ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

ټاکنو کې د ځوان کول پراخ ګډون او یو شمېر سیمو کې د رایې اچوونکو ډېر شمېر ته په کتو د ټاکنو کمېسیون د رایې اچوونې بهیر وخت یو ساعت زیات کړ، خو د کراچۍ په ځینو سیمو کې دغه وخت تر دریو ساعتونو پورې وغځول شو.

د بلوچستان ایالت په یو شمېر سیمو کې د ټاکنو فعالیت ولیدل شو، خو په ځینو نورو سیمو کې دغه بهیر په ټپه ولاړ وو.

د رايې اچونې بهیر

نن ګهیځ ( د مې ۱۱ ) د ټاکنو لپاره د رایې اچوونې بهیر له پیل سره سم، د تشدد لړۍ هم پیل شوه. کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند د دفتر ته څېرمه چاودنه وشوه، چې په کې ۱۰ کسان ووژل شول او ۳۶ ژوبل شول.

چاودنه د قاید اباد سیمې دواود څلور لارې ته څېرمه د عوامي نیشنل ګوند د کاندید امان الله مسید د دفتر مخې ته وشوه.

د چاودنې پر مهال امان الله مسید دفتر کې موجود و، ویل کېږي، چې نوموړی ټپي شوی دی. بل لور ته د بلوچستان ایالت د برکهان سیمې په وټاکلي کې د رایې اچوونې یو مرکز، چې په ښوونځي کې جوړ شوی وو، په راکټونو ویشتل شوی.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ټاکنو بهیر له پیل سره سم د تشدد لړۍ هم روانه وه.

د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې د راکټي او بمي بریدونو او سیاسي ډلو د فعالانو تر منځ جګړو کې څلور کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.

د وژنې یوه پېښه په خاران سیمه کې د هندوانو کوڅه کې وشوه، چې یو سړي د رایې اچوونې پر مرکز د لاسي بم د برید ښکار شو.

له دې مخکې د کوټې په شابو کلي کې پر یوه بل مرکز برید وشو، چې په کې څلور مېرمنې ټپیانې شوې.

د کوټې په ۳۰ کیلومترۍ کې کچلاغ ښار ګوټي کې د عوامي نېشنل ګوند پر دفتر د لاسي بم برید شوی، چې شپږ کسان په کې ژوبل شوي دي.

سند ایالت کې د پاکستان ښي اړخي مذهبي ګوند جماعت اسلامي په کراچۍ او حیدراباد ښارونو کې د ملي او ایالتي اسمبلیوله ټاکنو پرېکړون اعلان کړی.

د دغه ګوند امیر منورحسن یوې خبرې غونډې ته په وینا کې وویل" موږ ټګي برګي نه منو. "

د نوموړي په وینا د خپل ګوند ټولو کاندیدانو ته یې ویلي، چې له ټاکنو لاس پر سر شي.

نوموړي پر مهاجر قومي غورځنګ تور پورې کړ، چې په هره حوزه کې درغلي کوي او له همدې کبله دوی دغه ټاکنې نه مني

ټاکنو ځنډېدل

بل لور ته د پاکستان ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ، چې د قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ په ۳۸ انتخابي حوزه کې ټاکنې ځنډول شوې دي.

د چارواکو په وینا د ټاکنو ځنډولو سبب دغه سیمه کې شته امنیتي ستونزې بلل شوې دي.

د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې د سیمې چارواکو د خراب امنیتي وضعیت له کبله د ټاکنو ځنډولو غوښتنه کړې وه.

تېره اونې دغه سیمه کې د جمعیت علما اسلام ګوند د یوه ټاکنیز کاندید منیر اورکزي په غونډه کې بمي چاودنه وشوه، چې له کبله یې ۲۵ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

د هغه برید مسوولیت وسله والو پاکستاني طالبانو منلی و.

کورمه ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ او وسله والو ډلو تر منځ اکثر نښتې کېږي. تېره ورځ ( مې ۱۰) دغه سیمه کې د پاکستاني پوځ پر اکمالاتي کاروان د برید پر مهال برمته شویو پوځیانو د خوشي کولو لپاره د پوځي عملیاتو پر مهال نښته کې څلور پوځیان او نهه توند لاري وژل شوي وو.

د ټولټاکنو پر شپه د پاکستان څارونکي حکومت د اطلاعاتو وزير عارف نظامي وويل د ټاکنو ترسره کېدو واقعيت د هغو کسانو پلانونه شنډ کړي چې په وينا يې غوښتل پاکستان په يوه مذهبي دولت واړوي.

۸۶ مليون وګړيو د پاکستان نوې ملي اسمبلۍ او څلورو ولايتي اسمبلۍ لپاره رايې ورکونې ته نومليکنه کړې وه.

د شنبې/خالي ټولټاکنو کې د ټول پاکستان په کچه د دريو لويو ګوندونو ترمنځ ګرمه سيالي وه، په داسې حال کې چې څلور سيمه ييز يا مذهبي ګوندونه بيا په خپلو سيمو او ځينو ځايونو کې له اغېز برخمن بلل کېدل.

په هغو ټاکنيزو حلقو کې چې د سختې سيالۍ اټکل په کې شوی و ، ۷۴ يې په پنجاب، ۱۸ يې په سند، ۱۳ يې په خيبر پښتونخوا او ۵ يې په بلوچستان کې دي.

د مې ۱۱ مې رایه ورکونه د پاکستان له مهمو ټولټاکنو بلل کېدې، خو د تاوتريخوالي پېښو پرې خپل سيوری غوړولی و.

ځينو خلکو ويلي و، د پاکستاني طالبانو له لوري د زورزياتې پېښو ګوتڅنډڼې له امله رايې ورکونې ته له ورتلو وېرېږي.

پاکستاني طالبانو د ډېرو هغو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې چې د ټاکنيز کمپېن يا منډو ترړو پر مهال وشوې، او ټاکنې يې نا اسلامي بللې دي.

Image caption ځينو خلکو ويلي د پاکستاني طالبانو له لوري د زورزياتې پېښو ګوتڅنډڼې له امله رايې ورکونې ته له ورتلو وېرېږي.

په دغو بريدونو کې څه د پاسه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

خو ډېری پاکستانيان ويل، د ټاکنو له تاوتريخوالي ډکې مخينې او ناارام چاپېريال سره سره دوی د رايې ورکونې هوډ لري.

د بي بي سي خبريال مايک وولرېج وايي ډېر دا يادونه کوي چې د رايې ورکونې هوډ يې پياوړی ځکه دی چې دوی غواړي پاکستان بدل کړي.

دغه احساس کېدی شي د پاکستان پخواني کرېکېټ ستوري عمران خان پله درنه کړي، چې د ټاکنيزو هلو ځلو پر مهال يې خپلو لاريونونو ته ګڼ شمېر وګړي ورجذب کړي وو.

خو نواز شريف هيله لري روان حالت به واک ته په رسېدو کې له ده سره مرسته وکړي، چې د درېيم ځل لپاره د لومړي وزير پر څوکۍ کېني.

د پاکستان خلکو ګوند لپاره چې د مخکيني ائتلافي حکومت مشري يې کوله، دوديز ملاتړ کېدی شي له هغه څه زيات راووځي چې ځينې نظرپوښتنو يې وړاندوينه کړې وه.

دا ټول په ګډه د پاکستان د شنبې/خالي ورځې داسې ټولټاکنې په ګوته کوي، چې د بل هر وخت پرتله يې د پايلو وړاندوينه ناشونې ده.

د تولټاکنو پر شپه څارونکي حکومت کې د اطلاعاتو وزير عارف نظامي ومنله چې د تاوتريخوالي فضا اندېښنه جوړوي، خو زياته يې کړه د هغوی موخې ناکامې شوې چې د دغو پېښو تر شاه دي.

خيبر پښتونخوا

Image caption تېرو پنځو کلونو کې عوامي نشل ګوند پر خيبر پښتونخوا حکومت کاوه.

د پاکستان ټاکنيزو حلقو پيل له خيبر پښتونخوا نه کېږي، چې دا ځل په کې د قومي اسمبلۍ ۳۵ څوکيو لپاره ټول ۵۱۷ نوماندان سيالي کوي.

په دوی کې د سياسي ډلو پر غړيو سربېره ازاد توماندان هم شامل دي.

پر دې سربېره د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې قبايلي سيمو کې د قومي اسمبلۍ ۱۲ حلقې دي.

د خيبر پښتونخوا له ۳۵ حلقو نه يې ۱۳ داسې ځايونه ګڼل کېږي چې د نوماندانو ترمنځ په کې د سيالۍ کچه روښانه ده.

په دې کې په پنځو، پنځو حلقو کې د مسلم ليګ نواز او جماعت اسلامي، په څلورو، څلورو کې د عوامي نشنل ګوند او جمعيت علمای اسلام، په دوو کې د خلګو ګوند، په يوه، يوه کې د قومي وطن ګوند او تحريک انصاف دريځ ځواکمن ګڼل کېږي.

له هغو ۱۳ حلقو نه چې د سختې سيالۍ امکان په کې دی، د پېښور او نوښار دوه، دوه، په داسې حال کې چې د مردان، صوابۍ، کرک، ايبټ اباد، هريپور، بټګرام، ډيره اسماعيل خان، بونير او سوات يوه، يوه حلقه شامله ده.

له دغو حلقو نه د پاکستان يو شمېر قومي او صوبايي/ولايتي مشران هم ټاکنيزو سياليو کې برخه اخلي.

د پېښور قومي اسمبلۍ لومړۍ حلقه کې د تحريک انصاف مشر عمران خان، د عوامي نشنل ګوند غلام احمد بلور پر وړاندې سيالي کوي.

غلام احمد بلور په تېرو ټولټاکنو کې بريالی شوی و، او دا ځل د دغو دواړو نوماندانو ترمنځ د سختې سيالۍ امکان دی.

بلوچستان

بلوچستان کې د پاکستان قومي اسمبلۍ تر ټولو کمو، ۱۴ څوکيو لپاره سيالۍ کېږي، چې پر ۵ يې سيالي سخته اټکل شوې ده.

پر دې سربېره پر دريو څوکيو د مسلم ليګ نون او پښتونخوا ملي عوامی ګوند پر دوو، دوو، په داسې حال کې چې د بلوچستان ملي ګوند (مېنګل) او مسلم ليګ قاف پر يوه، يوه څوکۍ دريځ ځواکمن ګڼل کېږي.

بلوچستان هم د بلوڅ بېلتون پاليو فعاليتونو له امله د تاوتريخوالي پېښو ليدونکی دی، او بلوڅ بېلتون پاليو هم له ټولټاکنو سره شلون کړی دی.

ورته مطالب