پاکستان کې ټاکنیز کمپاین پای ته ورسېد

Image caption د رایې اچوونې بهیر به سهار اته بجې پیل کېږې او له ځنډ پرته به تر پنځوبجودوام اوکړي.

په پاکستان کې د ملي اسمبلۍ د ۳۴۲ او څلورو ایالتي اسمبلیو د ۷۲۸ څوکیو لپاره د شنبې په ورځ ( مې ۱۱ ) ټاکنې په داسې حال کې کېږې چې د امنیت ټینګښت لپاره ۷۰۰۰۰ پوځیان هم په ځینو حساسوسیموکې ځای پر ځای شوي دي.

انتخابي کمپاین د پنجشنبې په شپه ۱۲ بجې پای ته ورسید او د مهمو سیاسې ګوندونو مشرانو غونډو ته په ویناوو کې له خلکو وغوښتل، چې دوی ته رایې ورکړي.

پاکستان کې د انتخاباتو د کمېسیون مشر فخرالدین جي ابراهیم پر ولس غږ وکړ چې له ویرې پرته د رایې اچونې مرکزونو ته لاړ شي. هغه وویل:

" د رایې طاقت د ملت د برخلیک بدلولو یوازینۍ لار ده".

د رایې اچوونې بهیر به سهار اته بجې پیل کېږې او له ځنډ پرته به تر پنځوبجو دوام اوکړي.

د انتخاباتود کمېسیون د اټکل له مخې د رایې اچوونکو شمېر ۸۶،۱۶۲،۶۳۹ کسان دي چې په کې ۳۷،۵۴۸،۶۷۶ ښځې هم شاملې دي. د پاکستاني طالبانو د بریدونو د خطر له کبله دغه هېواد کې کلک امنیتي ګامونه اخیستل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو د تحریک مشرحکیم الله مسید په یوه نوي لیک کې د ټاکنو په ورځ د بریدونو ګواښ کړی دی. د شل ورځني انتخابي کمپاین پرمهال د طالبانو د بریدونو په پایله کې له۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او نژدې ۳۰۰ ژوبل شوي دي.

Image caption د انتخاباتود کمېسیون د اټکل له مخې د رایې اچوونکو شمېر ۸۶،۱۶۲،۶۳۹ کسان دي.

هسې خو په ټاکنو کې ګڼ شمېر برخه اخلي خو ویل کېږي، چې سخته سیالي به د شاوخوا ۱۵ سیاسي ګوندونو ترمنځ وي چې په کې مهم، مسلم لیګ (ن)، پیپلزګوند، تحریک انصاف، متحده قامي غورځنګ، عوامي نیشنل ګوند، جمعیت علما اسلام، جماعت اسلامې، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او یو څو نورې ملت پاله ډلې شاملې دي.

د پاکستان په شاوخوا ۶۵ کلن سیاسي تاریخ کې لومړې ځل دی، چې په قبایلې سیمو کې سیاسې ګوندونه په ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو په حیث برخه اخیستی شي. په ملي اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو برخه ۱۲ څوکۍ دي.

د ټاکنیز کمپاین په بهیر کې سیاسي مشرانو ډېر وخت پر یو بل تورونه لګول او لږ وخت یې په راتلونکي کې د خپلو پالیسو وضاحت ته ورکړی و. د دغه هېواد احتمالي لومړي وزیر نوازشریف اعلان کړی، که ټاکنې یې وګټلې، د امریکا په مشرۍ ترهګرۍ ضد جګړې به پاکستان راوباسي.

د تحریک انصاف ګوند مشر او یو مهم سیاسي مشر عمران خان هم دغه شان اعلان کړی او وایي چې د قبایلې سیمو څخه به پوځ هم راوباسي.

ورته مطالب