پاکستان کې د ټاکنو په اړه شېبه په شېبه خبرونه

له غیر حتمي خو رسمي حکومتي شمېرو سره سم له زیارت او پشین سیمو څخه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمد عیسی روخان ملي اسمبلۍ ته غوره شوی.

د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان ماتې وخوړه

عمران خان پېښور کې هم غلام احمد بلور ته ماتې ورکولو سره ملي اسمبلۍ ته غوره شو

د پاکستان پخواني لومړي وزير راجه پرويز اشرف ټاکنو کې ماتې وخوړله.

قبايلو څخه د ملي اسمبلۍ ٤٣ حوزې نه خپلواکه کانديد بسم الله خان بريالى شو.

د تحريک انصاف مشر عمران خان راولپنډۍ نه پارلمان ته غوره شو

د غير رسمي شمېرو ترمخه د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشرې ډاکټر فهمېده مرزار اود ولسمشر زدراري خور فريال تالپور ملي اسمبلۍ کې خپلې چوکۍ گټلې دي.

د تحريک انصاف ډلې وياند اسد عمر منلې چې مسلم ليگ ن د لويې گټونکې ډلې په توگه راڅرگنده شوې، خو ويلي يې دي دا د عمران خان په مشرۍ تحريک ته ماتې نه ده ځکه چې دوى هم لاس ته راوړنې لري.

اسد عمر وايي د غير رسمي شمېرو ترمخه په خيبر پښتونخوا ايالت کې به دوى ا

يالتي حکومت جوړوي.

پخواني لومړي وزير نواز شريف اعلان کړى دى چې د غير رسمي شمېرو ترمخه د هغه مسلم ليگ (ن) ډلې ټاکنې گټلې دي.

د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور نه د عوامي نيشنل گوند کانديد غلام احمد بلور د تحريک انصاف د مشر عمران خان په مقابل کې خپله ماتې ومنله

پاکستان ټاکنو کمېسیون د کراچۍ ښار لپاره د ملي اسمبلۍ د دوو حوزو، چې په کې د ایالتي اسمبلیو ۱۴ حوزې راځي، د رایې اچوونې د بهیر وخت زیات کړی دی. ډېر شوی وخت ۳ ساعته دی.

Image caption کراچۍ کې سخت ګرم موسم کې رایې کاروونکې مېرمنې انتظار کوي.

د کوټې په شابو کلي سیمه کې د مېرمنو د رایې کاروونې پر یوه مرکز د لاسي بم برید شوی، چې په پایله کې ۴ مېرمنې ټپیانې شوې دي.

حمزه شینواری. جمرود. خېبر ایجنسۍ

خېبر ایجنسۍ کې مېرمنو رایې کارولې دي. د خېبر ایجنسۍ په لنډي کوتل او جمرود سیمو کې ډېر شمېر مېرمنو رایې کارولې دي. ځايي اوسېدونکي وايي، د تېرو ټاکنو پر تله په سږنیو ټاکنو کې د مېرمنو رایې کاروونکیو شمېر ډېر دی.

ارم عباسي بي بي سي کوټه

بلوچستان ایالت کې جمهوري وطن ګوند هم له ټاکنو پرېکړون اعلان کړی.

Image caption راولپنډۍ کې د سیاسي فعالانو تر منځ اخ و ډب پېښ شو.

کراچۍ کې د ټاکنیز بهیر د شفافیت په باره کې پوښتنې راپورته شوې دي. کاندیدان وايي ټاکنې رڼې نه دي. د رایې ورکونکو لوی شمېر له ساعتونو راهیسې انتظار کوي. د ټاکنیز بهیر پای ته رسېدو ته له یوه ساعته هم لږ وخت پاتې دی، خو داسې ښکاري د رایې اچوونې وخت به زیات کړل شي.

مبایل ټیلیفون

اسلام اباد ښار ته څېرمه یوه ټاکنیز مرکز کې داسې هم ولیدل شول، چې بیوزله کسان د رایې اچوونې مرکز ته ننوځي، د کاندید کسان یو کامره لرونکی موبایل ورکوي، چې له ټاپې لګولو وروسته د خپلې رایې د فورمې انځور واخلي. د ټاکنو کمېسیون د رایې مرکزونو ته له ځانه سره د موبایل پر وړلو بندیز لګولی، خو د رایې اچوونې مرکز کارکونکو او امنیتي ځواکونو د دې قانون پلې کولو په لړ کې هېڅ اقدام نه دی کړی.

شهزاد ملک اسلام اباد بي بي سي اسلام اباد

Image caption سپین سرې پښتنه مېرمن سختو امنیتي تدبیرونو کې خپله رایې کاروي.

چارسده کې ډېر شمېر مېرمنې د رایې اچوونې مرکزونو کې لیدل کېږي. د ترنګزی سیمې ټاکنیز تاریخ کې لومړی ځل یوې مېرمنې خپله رایه کارولې.

عزیزالله خان بي بي سي. چارسده.

ډېورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان ایالت چمن ښارګوټې کې د دوو سیاسي ډلو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته شوی. ځايي خبریال بي بي سي ته وویل، چې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي.جماعت اسلامي ګوند کراچۍ کې د ټاکنیز بهیر پر مهال د ټګیو برګیو تور پورې کړی او له ټاکنو یې د لاس په سر کېدو اعلان کړی.

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د توندلارو له ګواښونونو سره سره ګهیځ وختي د رایې اچوونې مرکزونو کې د خلکو اوږده کتارونه ولیدل شول.د بلوچستان په مچ سیمه کې درې راکټونه توغول شوي، د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

پېښور ښار ته څېرمه لړمه سیمه کې د هلکانو د یوه ښوونځي مخې ته، چې د رایې اچوونې مرکز په کې فعال شوی و، چاودنه شوې، درې کسان ژوبل شوي.د بلوچستان ایالت په پسني او ګوادر سیمو کې د رایې اچوونې مرکزونه جوړ شوي، خو رایې اچوونکي په کې نه تر سترګو کېږي. د اعتصاب له کبله د ښار پر سړکونو ګاډي هم نه لیدل کېږي.

  • د بلوڅانو د ملت پاله ګوندونو اییتلاف د ټاکنو پر ضد د اعتصاب اعلان کړی.د وخت له تېرېدو سره د رایې اچوونکو شمېر هم په ډېرېدو دی. د پاکستان د ښاري سیمو ډېر اوسېدونکي ګهیځ ناوخته له کورونو بهر وځي. لاهور کې د رایې اچوونې مرکزونو کې د مېرمنو ډېر شمېر تر سترګو کېږي.