جماعت اسلامي کراچۍ کې له ټاکنو لاس پر سر شو

Image caption د جماعت اسلامي ګوند کاندیدان له ټول پاکستانه ټاکنو کې برخه اخلي.

سند ایالت کې د پاکستان ښي اړخي مذهبي ګوند جماعت اسلامي په کراچۍ او حیدراباد ښارونو کې د ملي او ایالتي اسمبلیوله ټاکنو پرېکړون اعلان کړی.

د دغه ګوند امیر منورحسن یوې خبرې غونډې ته په وینا کې وویل" موږ ټګي برګي نه منو. "

د نوموړي په وینا د خپل ګوند ټولو کاندیدانو ته یې ویلي، چې له ټاکنو لاس پر سر شي.

نوموړي پر مهاجر قومي غورځنګ تور پورې کړ، چې په هره حوزه کې درغلي کوي او له همدې کبله دوی دغه ټاکنې نه مني.

د کراچۍ لپاره د جماعت اسلامي ګوند امیر محمدحسین محنتي وویل:

" موږ جمهوریت غوښتونکي خلک یو او موږ غواړو، چې جمهوریت وده وکړي. خو موږ دغه ډول ټاکنې نه منو."

د نوموړي په وینا دوی به نن ( مې ۱۱ ) د پاکستان ټاکنو کمېسیون دفتر مخې ته احتجاج وکړي.

خو مهاجر قومي غورځنګ دغه تورونه رد کړي دي.

جماعت اسلامي اعلان کړی، چې د مې په ۱۳ به ټاکنو کې د درغلیو پر ضد سوله ییز احتجاج کوي. د دغه ګوند کاندیدان له ټول پاکستانه ټاکنو کې برخه اخلي. خو دغه ګوند د ۲۰۰۸ کال ټاکنو کې له ګډون کولو ډډه کړې وه.

ورته مطالب