پاکستان:درې پخواني لومړي وزیران ټاکنو کې برخه اخلي

Image caption نوازشریف له انتخابي حوزې نه د کاندید په توګه ۱۶ کاله وروسته برخه اخلي.

د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل د دغه هېواد درې پخواني لومړي وزیران د کاندید په توګه ټاکنو کې برخه اخلي.

له دې مخکې له دوو ډېرو لومړي وزیرانو ټاکنو کې برخه نه ده اخیستې.

د سږ کال په ټاکنو کې برخه اخیستونکي پخواني لومړي وزیران، میا نوازشریف، راجه پروېز اشرف او میرظفرالله خان جمالي دي.

نوازشریف له انتخابي حوزې نه د کاندید په توګه ۱۶ کاله وروسته برخه اخلي.

نوموړی له لاهور او سرګودې سیمو نه د ملي اسمبلۍ دوو څوکیو ته کاندید دی.

د پاکستان پیپلزګوند موسس ذولفقارعلي بوټو دوه ځلې د لومړي وزیر مقام ته ورسېد.

هغه د ۱۹۷۰ او ۱۹۷۷ په ټاکنو کې برخه واخیسته.

د ۱۹۸۸ په ټاکنو کې محمدخان جونیجو لومړنی صدراعظم و، چې ټاکنو کې یې د کاندید په توګه برخه واخیسته.

د ۱۹۹۰ په ټاکنو کې بینظیر بوټو او محمدخان جونیجو د پخوانیو لومړي وزیرانو په توګه برخه درلوده. د ۱۹۹۳ او ۱۹۹۷ په ټاکنو کې میانوازشریف او بینظر دواړو د کاندیدانو په توګه برخه واخیسته، چې وروسته بینظیر لومړۍ وزیره شوه او نوازشریف د اپوزېسیون مشر وټاکل شو.

د ۱۹۹۷ په ټاکنو کې دغه ترتیب برعکس شو، یانې نوازشریف لومړی وزیر او بینظیر بوټو د اپوزېسیون مشره وټاکله شوه.

Image caption د ۲۰۰۸ ټاکنو له پیل مخکې بینظیر بوټو ووژله شوه.

د ۲۰۰۲ په ټاکنو کې د پاکستان دغه دواړه پخواني لومړي وزیران له هېواده لرې په تبعید کې وو او د ۲۰۰۸ ټاکنو ته دواړه پاکستان ته ستانه شول، خو بینظیر ووژله شوه او نوازشریف د نامعلومو لاملونو له کبله په ټاکنو کې برخه وانه خیسته.

د ۲۰۰۸ په ټاکنو کې دوو پخوانیو لومړي وزیرانو میرظفرالله خان جمالي او چودري شجاعت حسین ټاکنو کې برخه درلوده، خو یو هم بریالی نه شو.

د سږ کال په ټاکنو کې پخوانی لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني د پرېکړې له امله نااهل بلل شوی او له ټاکنیز بهیره بهر دی او چودري شجاعت حسین د پاکستان د سنا غړی دی، چې له همدې کبله نه شي کولای ټاکنو کې برخه واخلي.

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون له پخوانیو مشرانو څخه مولانافضل الرحمان، پرویز الهی او چودری نثارخان د ټاکنو په اوسني بهیر کې د کاندیدانو په توګه شامل دي.

ورته مطالب