سند ایالت کې واکمن پیپلز ګوند برلاسی دی

Image caption سند کې ملت پالو هم بریا نه ده تر لاسه کړې

د میا نواز شریف په مشرۍ پاکستان مسلم لیګ ګوند چې په مرکز او پنجاب ایالت کې یې بریا تر لاسه کړې او دغه راز په خېبر پښتونخوا کې برلاسی ګوند تحریک انصاف نه دي توانیدلي، چې په سند ایالت کې د واکمن پیپلز ګوند برلاسي ته زیان واړوي.

په پرونیو مې (۱۱) ټاکنو کې د پاکستان پیپلز ګوند د سند ایالت په لاړکانه، قنبر، شدادکوټ، جیکب اباد، کشمور، کند کوټ، میرپور، عمرکوټ جام شورو او دادو سیمو کې له غیر رسمي اعلان شویو پایلو سره سم ټولې څوکۍ د دغه ګوند کاندیدانو ګټلې دي.

په ټاکنو کې د اوسني ولسمشر اصف علي زرداري د کورنۍ هغه ټول غړي، چې کاندیدان وو، بریالي شوي دي.

د ولسمشر یوه خور ډاکټره عذراپیچوهو له نوابشا سیمې، بله خور یې فریال تالپور له قمبر شدادکوټ سیمې او اخښی میر منور تالپور یې د همدې ایالت له کوټ غلام محمد سیمې څخه بریالي شوي دي.

سند کې ملت پالو هم بریا نه ده تر لاسه کړې. د سند ملت پالان د ملسم لیګ د بېلو ډلو متحدین وو.

عوامي نېشنل ګوند د سند ایالت په مرکزي ښار کراچۍ کې کومه څوکۍ نه ده تر لاسه کړې، په داسې حال کې چې تېرو ټاکنو کې دغه ګوند د ایالتي اسمبلۍ دوې څوکۍ تر لاسه کړې وې.

په اوسنیو ټاکنو کې د اهل سنت والجماعت، پخوانۍ سپاه صحابه ډلې کاندید اورنګزیب فاروقي د ایالتي پارلمان هغه څوکۍ تر لاسه کړه، چې د عوامي نېشنل ګوند کاندید امان الله مسید یې هم کاندید وو.

پر امان الله مسید د ټاکنو په ورځ ۱۱ مې بمي برید وشو، چې ۱۰ کسان په کې ووژل شول.