ناسا ستورمزلي بېرته فضايي اډې ته ستانه شوي

Image caption د پنجشنبې په ورځ له فضايي بېړۍ څخه د امونيا د سړوونکو توکيو وتل دې ته اړتيا پيدا کړه چې د ناسا په تاريخ کې په بېړني ډول له بېړۍ څخه د وتلو ماموريت پلان شي.

هغه دوه فضانوردان چې تېره اوونۍ له فضايي بېړۍ څخه د امونيا د سړوونکو توکيو د وتلو له امله له بېړۍ وتلي اوس بېرته په خوندي ډول نړېوالې فضايي اډې ته ستانه شوي دي.

د هغه زیان اصلي لامل لا نه دی په ګوته شوی خو ناسا وايي هلته مېشتې ډلې ته يې هېڅ زیان نه شته.

د پنجشنبې په ورځ له فضايي بېړۍ څخه د امونيا د سړوونکو توکيو وتل دې ته اړتيا پيدا کړه چې د ناسا په تاريخ کې په بېړني ډول له بېړۍ څخه د وتلو ماموريت پلان شي.

فکر کېږي چې له بېړۍ سره د ميتوريت يا آسماني ډبرې ټکر بېړۍ کې د دې زيان د رامنځ ته کولو سبب شوى وي.

خو هغه دوه فضانوردان چې فضايي بېړۍ کې د ممکنه زيان د موندلو په موخه له بېړۍ څخه وتلي و او پلټونکي ښيښې يې وکارولې د توکيو د ليک کېدو کومې نښې نښانې يې ونه موندلې.

د ماموريت د کنټرول مرکز وويل دا يوه ناببره پېښه وه او وايي لا يې له فضانوردانو څخه غوښتي چې د پمپ د کنټرول هغه ١١٧ کيلو ګرامه بکسه بدله کړي چې د دې ستونزې د رامنځ ته کېدو احتمالي سرچېنه بلل کېږي.

چارواکي د توکيو دغه ليکېده جدي بولي، خو وايي نړيوالې فضايي بېړۍ کې په ماموريت بوختو فضانوردانو ژوند ته کوم خطر مخامخ نه دى.

ورته مطالب