په انسانانو کې چاغي د عصبي کمزرويو ناروغي ټوکوي

Image caption خورا زياتې بيلګې او مثالونه وجود لري چې ښيي د وزن زياتېدل د عصبي کمزورتيا ناروغۍ ته هم وده ورکوي.

څومره چې د انسان ملا پرېړيږي، ورسره په هغه پيمانه د دېمينشيا يا عصبي کمزورۍ د ناروغۍ له ګواښ سره مخ کېږي.

دا په برتانيا کې د يوې نوې پلټنې په پايله کې جوته شوې ده.

په پخوانيو پلټنو کې راغلي و چې په منځني عمر کې له خپله ټاکلي حده زيات وزن اخېستل عصبي ګډوديو ته لار پرانېزي او دا باور موجود و چې څومره چې انسان د زيات وزن د اخېستو مخه ونيسي په همغه کچه د عصبي کمزورۍ د ناروغۍ مخه نيسي.

خورا زياتې بيلګې او مثالونه وجود لري چې ښيي د وزن زياتېدل د عصبي کمزورتيا ناروغۍ ته هم وده ورکوي.

د السايمر ( د حافظې له لاسه ورکول ) ټولنه وايي چې منظم تمرين او سپورت د وزن د مخ نيوي لپاره ښه او غوره لار ده.

البته تر اوسه چا ته دقيقآ جوته نه ده چې د السايمر ناروغي له څه سبب انسان ته پېدا کېږي خو د وجود د وزن زياتېدل يې يوه فکتور يا عامل ګڼل کېږي.

سيانس پوهانو د وجود د وزن يا BMI لپاره يو فورمول جوړ کړى چې د هغه تر مخه دا معلوموي چې د چا وزن له مناسب حده زيات دى او د چا وزن کم او يا برابر دى.

فورمول يې دا دى BMI (د وزن شاخيص) = وزن تقسيم په قد مربع

چاغي نه يوازې دا چې انسان ته روغتيايي ستونزې لکه السايمر، د خوږو ناروغي د زړه د رګونو ناروغي ناسور يا سرطان ناروغي پيدا کوي، زيات اقتصادي زيانونه هم لري.

د اټکلونو تر مخې په برتانيا کې هر کال په چاغۍ او په چاغۍ پورې تړلې ناروغیو باندې له ٩٠٠ ميلیونو پونډو زيات لګښت راځي.

اوس مهال په برتانيا کې ٢٤ سلنه نارينه او ٢٦ سلنه ښځينه د چاغۍ په ناروغۍ اخته دي او اټکلونه دا دي چي دا ستونزه به ٢٠٥٠ کال کې خورا زياته پورته شي.

ورته مطالب