"پاکستان کې د ټاکنو پایلې په پڅه توګه اعلانېږي"

Image caption د ټول پاکستان د ټاکنیزو مرکزونو کمپیوټرونه د پاکستان ټاکنو کمېسیون له مرکزي کمپیوټر سره تړلي دي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون مشر په ایالتونو کې د دغې ادارې مشرانو ته امر کړی، چې د ټاکنو پایلې ژر اعلان کړي.

نوموړي ویلي، چې د ټاکنو د پایلو اعلان په ځنډ کېږي او باید ژر اعلان شي.

له اسلام اباد نه د بي بي سي خبریال هارون رشید خپل رپوټ کې کاږي، چې پاکستان کې د هغو ټاکنو پایلې، چې د شنبې په ورځ ( مې ۱۱ ) تر سره شوي، په پڅ ډول اعلانیږي، چې په اړه یې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون هر ډول شکونه رد کړي دي.

ملګرو ملتو د پاکستان د ټاکنو کمېسیون سره د ټاکنو پایلو په کمپیوټري کولو کې مرسته کړې وه، خو له دې سره هم دا ځلې د ټاکنو پایلې ورو ورو اعلانېږي. د دې لامل څه دی؟

د ملګرو ملتو پرمخیتايي ادارې تېر کال په څه باندې ۲۲ میلیونه ډالره پروګرام کار پیل کړی و، چې مقصد یې په غوره انداز د ټاکنو بهیر پر مخ بیولو کې مرسته کول و.

دې پروګرام کې د ټاکنو د شپږ سوه زره کسه کاکوونکو د روزنې تر څنګ د رایې شمېرنې بهیر په کمپیوټري کولو کې مرسته کول وو.

د ټول پاکستان د ټاکنیزو مرکزونو کمپیوټرونه د پاکستان ټاکنیز کمېسیون له مرکز سره تړلي دي، خو ویل کېږي، چې د ډيټا په اچوونې کې ځنډ رامنځ ته کېږي.

له دې مخکې په لاسي ډول د رایوو نوملړونه چمتو کېدل، خو دا ځلې د دې کار لپاره کمپیوټر کارول کېږي، چې هر ډول تېروتنه په کې نیول کېږي او له اړوند افسر پرته څوک نه شي کولای سمه یې کړي.

د ملګرو ملتو یو چارواکي مارک اندرې، بي بي سي ته وویل په یو شمېر هېوادونو کې د رایې شمېرنې سسټم له دې ډېر پرمختللی دی.

هغه وویل د بیلګې په توګه که یو کاندید د معمول خلاف له ۹۰ سلنې ډېرې رایې تر لاسه کوي، نو کمپیوټر سور رنګ ورکوي او بلاک کوي یې، له هغه وروسته اړوند وکیل راځي، پایله ګوري، چې له منظورۍ وروسته یې کمپیوټر هم هغه مني.