ستورمزلي له نړيوالې فضايي اډې راستانه شول

Image caption ستورمزلى کرېس هاډ فيلډ نړيواله فضايي اډه کې له ۶ مياشتو پاتې کېدو وروسته مځکې ته راستون شو.

وتلى ستورمزلى کرېس هاډ فيلډ نړيواله فضايي اډه کې له ۶ مياشتو پاتې کېدو وروسته اوس مځکې ته راستون شوى دی.

دغه کاناډايي ستور مزلى په فضايي اډه کې د سيانسي څېړنو او کارونو له کبله نه، بلکې په فضايي اډه کې يې د خواله يا ټولنېزو رسنيو له کبله شهرت خپل کړى دی.

دى چې د مځکې له کومې برخې تېر شوى د هغې په زړه پورې تصويرونه يې پر خپله ټولينزه پاڼه خپلو مينه والو ته لګولي او له دغې لارې يې لږ تر لږه ٩٠٠ زره مينه وال موندلي دي.

ده مخکې له دې چې مځکې ته راستون شي د موسيقۍ يوه وېډيو يې هم خپلو مينه والو ته پر پاڼه لګولې وه.

دغه وېډيو ښيي چې کرېس هاډ فيلډ د فضا په يوه داسې برخه کې چې د مځکې جاذبې ځواک په کې صفر دی خپل گيتار غږوي.

د ياونې وړ ده چې د سيوز په فضايي بېړۍ کې له هاډ فيلد سره د بېړۍ امريکايي پيلوټ ټام مارش برن او روسى ستورمزلى رومان روانېکو هم بېرته مځکې ته راستانه شوي دي.

د اوونۍ پيل کې امريکايي ستورمزلي ټام مارشبرن او يوه بل امريکايي ستورمزلي کرېس کسيډي تشيال کې د گرځېدو پر مهال، فضايي اډه کې د امونيا د غازليکېدا ستونزه حل کړه.

د سيوز بېړې د دوشنبې/ ګل (مې ۱۴ مه) قزاقستان کې ځمکې ته راکوزه شوه. د بېړۍ کنټرول مرکز ويلي چې د ستورمزلو روغتيايي ازموينه بشپړه شوې او وايي د ټولو روغتيايي وضعيت ښه دى.

ورته مطالب