انجلینا جولي د سرطان له وېرې خپل تیونه غوڅ کړي

انجلینا جولي
Image caption انجلینا جولي لاهم په ځینو بشري کارونو کې بوخته ده، او اوس د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ده.

د هاليووډ مشهورې هنرمندې انجلينا جولي په ډاګه کړې چې د سرطان خطر د کچې کمولو په موخه يې خپل دواړه تيونه ايستلي دي.

نيويارک ټايمز ته په يوه ليکنه کې انجلينا جولي ويلي عمليات يې ځکه وکړل چې عيبجنو ژوڼکو يې په تیونو کې د سرطان کچه ۹۰٪ سلنې ته خېژوله.

دا وايي اوس به خپلو ماشومانو ته ووايي چې مور به يې د سرطان ناروغۍ له امله له نه مري.

ايما پارلونس درې کاله وړاندې د دواړو تیونو د جراحۍ عمليات کړي او خپلې تجربې يې ليکلي، وايي چې ولې يې د انجلينا جولي په څېر پرېکړه کړې وه.

"زه په خپل ژوند کې ۸۵٪ سلنه د تيونو سرطان له ناروغۍ سره مخامخ وم او فکر کوم چې انجلينا جولي هم په همدې کچه له دغې ناروغۍ سره مخامخ ده. له عملياتو پرته د دې بله چاره نه شته، ځکه دا د ژوند ژغورلو عمليات دي. دا داسې عمليات دي چې د خپل ژوند د پايښت لپاره يې بايد ارومرو وکړې".

۳۷ کلنه انجلینا جولي وايي، ډاکټرانو ورته ویلي، چې د تیونو سرطان یې ۸۷٪ سلنه امکان لري.

هغې ويلي چې: "د ژغورنې لپاره مې دا کار وکړ، چې په دې سره ډېر خطر کمېدای شي".

د شپږو ماشومانو مور دا هم ویلي، چې د تيونو دغه عملیات یې په تېره فبرورۍ کې پیل کړل، چې د تېر اپریل په وروستیو کې بشپړ شول.

د هالیووډ دغه فلم ستورې وايي، چې مور یې نژدې لس کاله د تيونو سرطان له ناروغۍ رنځېدله، چې بالاخره د ۵۶ کلونو په عمر مړه شوه.

که څه هم انجلینا خپلو بچیانو ته د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی، خو "په حقیقت کې BRCAI عیبجن ژن د تیونو د سرطان احتمال ډېرولی شي".

دې ویلي چې د تیونو د سرطان ناروغۍ احتمال یې له ٪۸۷ پنځه سلنې ته راټيټ شوی دی.

"ټولې ښځې –په تېره بیا زما د کورنۍ غړې- دې ته وهڅولم، چې د تيونو د سرطان شک په حال کې له خپل ډاکټر سره مشوره وکړم، معلومات ترې واخلم او مرسته ترې وغواړم".

انجلینا جولي لاهم په ځینو بشري کارونو کې بوخته ده، او اوس د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم ده.

ورته مطالب