د وژل شوي سرتېری د زړه خوړلو ويډیو غوسه راپارولې

Image caption سوریه کې د بشري حقونو د څار ډله، چې مرکز یې برتانیا کې دی، د سوریې کړکېچ کې د وژل شویو شمېر تر ۸۰۰۰۰ هم ډېر ښيي.

هغې ویډیو په نړیواله کچه سخته غوسه راپارولې، چې د سوري حکومت یو مخالف وسله وال په کې لیدل کېږي، چې د وژل شوي سوري سرتېري له زړه ټوټه پرې کوي.

د بشري حقونو د څار اداره، چې مرکز یې په امریکا کې دی، وايي دغه وسله وال ابو صقر نومیږي، چې د حمص ښار یو پېژندل شوی وسله وال دی. دغې ادارې د نوموړي کړنه یو جنګي جرم بللی.

د سوریې مرکزي اپوزېسیون ویلي نوموړی به محاکمې ته وړاندې شي. دغه ویډیو، چې په خپلواک ډول نه ده تایید شوې، ښيي، چې هغه د سرتېري زړه څېري، په داسې حال کې، چې د وژل شوي سرتېري پر جسد برسېره ولاړ دی، وايي:

" د سپي اسد پوځيانو ! قسم په خدای موږ به ستاسې زړونه او سږي وخورو ."

د بشري حقونو د څار ډله وايي ابو صقر د عمر الفاروق نومي خپلواکې وسله والې ډلې قومندان دی.

د ایچ ار ډبلیو پېټر بوکایرټ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په جګړو کې د دښمن لوري د کسانو د جسدونو څېرل یو جنګي جرم دی، خو فرقه ییز تاوتریخوالي او اړوند څرګندونو ته په چټک انداز مخه کول لا ډېره جدي موضوع ده.

د بشري حقونو د څار ډله وايي ابو سکر د لبنان شیعه مېشتو سیمو ته د راکټونو له توغولو او له سوري سرتېرو سره یو ځاي د وژل شویو حزب الله جنګیالیو له جسدونو څنګ ته له عکسونو سره ویډیوي کلیپونه اخیستي.

بیروت کې د بي بي سي خبریال جیم میور وايي سوریې کې د دوه کلن ناورین په لړ کې دغه ویډیويي کلیپ تر ټولو بوږنکونکی هغه دی.

ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۱۱ په مارچ میاشت کې د بشار الاسد حکومت پر ضد د بغاوت له پیله تر اوسه تر ۷۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

سوریه کې د بشري حقونو د څار ډله، چې مرکز یې برتانیا کې دی، د سوریې کړکېچ کې د وژل شویو شمېر تر ۸۰۰۰۰ هم ډېر ښيي.

له جګړو نه د خوندیتوب لپاره ډېر کسان له دغه هېواده وتلي او د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم تر یوه میلیون ډېر سوریایان د کډوالو په توګه ثبت شوي دي. د اټکل له مخې له ۳۰۰ زره سوري کډوال یوازې ترکیې ته اوښتي.

ورته مطالب