امریکا:پاکستان سره به توندلارۍ ضد همکاري دوام وکړي

Image caption د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، غواړي پاکستان ته سفر وکړي. جین ساکي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دوی هیله مند دي، چې ترهګرۍ ضد مسایلو لړ کې به د پخوا په څېر له پاکستان سره نژدې همکاري دوام وکړي.

د دوشنبې په ورځ واشنګټن کې اوونیزې رسنیزې غونډې ته د خبرو پر مهال د پاکستان اړوند پوښتنې په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند جن ساکي وویل، میا نوازشریف د ولس پر وړاندې څرګندونو کې ویلي، چې د امریکا متحدو ایالتونو او پاکستان اړیکو ته څومره اهمیت ورکوي.

نوموړي وویل: " پرېږدﺉ، چې لومړی هغوی حکومت جوړ کړي، چې په ټاکلي مهال کې دننه به وي او له هغه وروسته به موږ له هغوی سره په شریکه د یو لړ مسایلو په لړ کې د کار کولو په باب خبرې وکړو."

د یوې پوښتنې په ځواب کې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، چې غواړي پاکستان ته سفر وکړي، خو نوموړي وویل، چې د دې سفر د نېټې او نورو جزیاتو په اړه څه نه شي ویلای.

هغه وویل جان کېري له پاکستان سره ترهګري ضد مبارزې او یو شمېر نورو مسایلو کې د اړیکو دوام غواړي:

ویاند د میا نوازشریف له لوري هندي لومړي وزیر منموهن سنګ ته پاکستان ته د سفر بلنې ستاینه وکړه او دا یې مثبت ګام وباله.

نوموړي پاکستان کې د ټاکنو په اړه وویل" موږ د پاکستاني ولس د انتخاب قدر کوو او په جمهوري انداز له رامنځ ته شوي حکومت سره کار کولو ته منتظر یو."

هغه زیاته کړه" موږ خوښ یو، چې ډېرو پاکستانیانو د ټاکنو په جمهوري پروسې کې برخه واخیسته او د لومړیو معلوماتو سره سم په ټاکنو کې د رایې اچوونکو شمېر ۶۰ سلنه رایې ورکونکو کسانو ته ورسېد، چې په تېرو ۳۵ کلونو کې تر بل هر وخت ډېر دی."

د جن ساکي په وینا "د بهرنیو چارووزیر جان کېري د یکشنبې په ورځ نوازشریف ته ټیلیفون وکړ، مبارکي یې ورته وویله او ورته یې وویل، چې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته له هغه سره په شریکه کار کولو ته انتظار کوي."

د یادونې ده، چې د روانې مې میاشتې په ۱۱ مه ټاکنو کې د زیاتو رایو ګټونکي پاکستان مسلم لیګ (ن )ګوند مشر میا نوازشریف د نوي حکومت جوړولو په باب په سلا مشورو بوخت دی.

بل لور ji د پاکستان په ایالتونو کې هم د حکومتونو جوړولو لپاره د سیاسي ګوندونو تر منځ د سلا مشورو لړۍ روانه ده.

ورته مطالب