د نایجریا دریو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی

Image caption د نايجريا په دريو ايالتونو کې بېړنى حالت اعلان شوی.

د نايجريا په دريو ايالتونو کې تر هغه وروسته بېړنى حالت اعلان شو چې د هېواد په ځينو برخو، په تېره بيا شمال کې تاوتريخوالي زور واخيست.

ولسمشر گوډلک جناتن د بېړني حالت د اعلان پر مهال، په لومړي ځل دا هم ومنله چې د هېواد ځينې برخې، نورې د مرکزي حکومت په ولکه کې نه دي.

له لېگاس نه د بي بي سي خبريال وېل راس خپل رپوټ کې کاږي، ملي ټلويزيون کې له مخکې نه په ريکارډ شوې يوه وينا کې ولسمشر گوډ لک جناتن د بورنو ، يوبي او اداماوا په ولايتونو کې بېړنى حالت اعلان کړ .

دا هغې سيمې دي چې په بيساري توگه وروستيو اونيو کې د بوکو حرام نومي اسلامپالې اورپکې ډلې د بريدونو د ډېرېدا شاهدې وي.

دلومړي ځل لپاره ولسمشرجناتن دا هم ومنله چې د هېواد پر ټولو برخو حکومت ولکه نه لري.

هغه وويل د بورنو ولايت شمالي برخې د هغو ډلو له لوري نيول شوي دي چې جلا بيرغ او جلا اېډېالوژۍ ته وفاداره دي او زياته يې کړه چې په بېړني ډول به نور عسکر واستوي چې د ده په وينا له اورپکو او ترهگرو سره مقابله وکړي.

دا لومړى ځل نه دى چې د ده له لوري بېړنى حالت اعلانېږي. خو دا په روښانه ډول د دې منل دي چې د اسلامپالو اورپکو گواښونه مخ په ډېرېدو دي.

ورته مطالب