میا نوازشریف ته ولسمشر بارک اوباما مبارکي ورکړه

Image caption له دې مخکې ولسمشر اوباما پاکستان کې په سوله ییز ډول د ټاکنو تر سره کېدل خوشحاله کونکي بللي وو.

د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د پاکستان مسلم لیګ ګوند مشر میا نواز شریف ته، چې د مې ۱۱ په ټاکنو کې یې تر ټولو ډېرې رایې ګټلې ټیلیفون کړی او د بریا مبارکي یې ورته ویلې.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جې کارني ویلي، چې ولسمشر اوباما میانوازشریف ته له یوه ټاکلي حکومته بل ټاکلي هغه ته د واک د لېږد په تاریخي پروسه کې د هغه د رول ستاینه کړې.

د ویندوی په وینا دواړو د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو د پراختیا او په سیمه کې د سولې او ثبات او خوشحالۍ لپاره په شریکه کار کولو هوکړه وکړه.

د ویندوی په وینا ولسمشر اوباما په پاکستان کې له ناامنیو او د توند لارو له لوري له ګواښونو سره سره د رایې اچوونې په بهیر کې د ډېرو خلکو د ګډون ستاینه وکړه.

له دې مخکې ولسمشر اوباما پاکستان کې په سوله ییز ډول د ټاکنو تر سره کېدل خوشحاله کونکي بللي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم له نوازشریف سره ټیلیفوني تماس نیولی و او تېره ورځ پاکستان کې د امریکا سفیر رچارډ اولسن هم د نوازشریف کور ته ورغی او هغه ته يې ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړه.

له امریکايي سفیر سره له لیدنې وروسته نوازشریف وویل، چې دوی د امریکا په ګډون له هر هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او غواړي، چې ټولې ستونزې د خبرو له لارې په ښه توګه هوارې شي.

له څه مودې راهیسې د پاکستان او امریکا د متحده ایالتونو تر منځ اړیکي خړې پړې دي.

د مې په ۱۱ پاکستان کې ټولټاکنې وشوې، چې په کې د میا نوازشریف ګوند پاکستان مسلم لیګ ګوند تر ټولو ډېرې څوکۍ تر لاسه کړې او له دې سره داسې جوته شوه، چې دغه ګوند به وتوانیزي، په مرکز کې حکومت جوړ کړي.

له دې سره د افغانستان، امریکا او هند د ولسمشرانو له لوري میا نوازشریف ته د مبارکۍ پیغامونه رسیدلي دي.

ورته مطالب