روسیه " امریکايي جاسوس" له هېواده شړي

Image caption رپوټونو کې ویل شوي، چې له نوموړي افسر څخه یو شمېر الات، پېسې او د روسي افسر لپاره لیکل شوې لار ښوونې نیول شوي دي.

د روسیي چارواکو ویلي هغه امریکایی دیپلومات به وشړی، چې مسکو کې یې د یوه روسي افسر د غولولو په تور د لږ ځنډ لپاره توقیف کړی و.

د امریکايي دیپلومات نوم راین فوګل دی او دی د لږ ځنډ لپاره روسي چارواکو نیولی و، چې ویل کېږي، په ظاهره یې جعلي ژیړ وېښتان لګولي وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه، نوموړي د ساړه جنګ د مهال په څېر د ( پاروونکو کړنو ) له امله ناغوښتل شوی شخصیت بلل شوی.

ویبپاڼه کې ویل شوي، چې د امریکا سفیر مایکل میک پال احضار شوی. فوګل مسکو کې د امریکا سفارت کې د دریم سیاسي سکرتر په توګه کار کاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی ویلي"موږ تاییدوو، چې مسکو کې زموږ د سفارت یو افسر د لنډ ځنډ لپاره توقیف شوی او وروسته خوشی شو. موږ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه هم لیدلې، خو موږ په کې نور هېڅ نه وایو."

رپوټونو کې ویل شوي، چې له نوموړي افسر څخه یو شمېر الات، پېسې او د روسي افسر لپاره لیکل شوې لارښوونې نیول شوي دي.

د روسیې رسنیو د فوګل د نیول کېدو خبر خورا په پراخه کچه خپور کړی دی.

مسکو کې د بي بي سی خبریال سټیوروزن برګ وايي د دې پېښې له کبله داسې مهال یو ناوړه حالت رامنځ ته شوی، چې روسیه او امریکا د سوریې د کړکیچ په باب خورا نازکه دیپلوماسي کوي او د دوه اړخیزو اړیکو په لړ کې د خړپړتیا له منځه وړلو لپاره په ډېر احتیاط ګامونه پورته کوي.

نوموړی وايي، د اوږدې مودې لپاره به د دې پېښې سیاسي اغېزې پاتې نه شي، ځکه دواړه هېوادونه پوهیږي، چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو سره جاسوسي نه ده ختمه شوې.

د روسیې د امنیت مرکزي ادارې داسې انځورونه خپاره کړل، چې په اړه یې ویل کېدل، د فوګل له نیول کېدو مخکې او د نیول کېدو پر مهال اخیستل شوي دي.

تصویرونو کې هغه شیان هم لیدل کېږي، چې ادعا کېږي، له فوګل څخه نیول شوي دي. دغه شیان د ۵۰۰ یورو نوټونه، جعلي وېښتان، کمېسونه، نقشه، چاقو، تورې عینکې او یو کوچنی موبایل شامل دي.

له دې سره سره د روسیې رسنیو یو لیک خپور کړی، چې ویل کېږي فوګل روسي افسر ته لیکلی و. په لیک کې روسي افسر ته د هغه د تجربې، وړتیا او همکاري په بدل کې د پام وړ پېسو ورکړې وړاندیز شوی.

لیک کې دغه راز راغلي، چې" موږ تاسې ته د اوږدمهاله همکارۍ په بدل کې هر کال د یو میلیون ډالرو وړاندیز کولای شو او که موږ ګټور معلومات تر لاسه کړو، نو اضافي پېسې هم وړاندې کولای شو"

د لیک په پای کې یوازې ستاسو دوست لیکل شوي.

د دواړو هېوادونو تر منځ د جاسوسۍ وروستۍ قضیه د ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال مخې ته راغله، چې ۱۰ کسانو د امریکا خلاف د روسیې لپاره د جاسوسۍ اعتراف وکړ. هغه کسان د څلورو داسې کسانو په بدل کې له امریکا وشړل شول، چې روسیې پرې تور لګولی و، د لویدیځ لپاره یې روسیې کې جاسوسي کوله.

ورته مطالب