اوباما: هېواد يې سوريه کې د کيمياوي وسلو کارونې بېلګې ليدلې

Image caption د امريکا ولسمشر روښانه کړه هر ډول مداخله به يو اړخيز امريکايی ګام نه وي

د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي هېواد يې په سوريه کې د کيمياوي وسلو کارونې بېلګې ليدلې دي.

خو د ترکيې له لومړي وزير رجب طيب اردوګان سره له کتنې وروسته خبرو کې ده ټينګار وکړ دا مهمه ده د کيمياوی وسلو بريدونو په اړه چې ادعا يې شوې، لا نور ځانګړي جزئيات راغونډ شي.

ولسمشر باراک اوباما او لومړي وزير رجب طيب ارودوګان خورا ښه زيار وايست چې د خلکو پر وړاندې د سوريې په اړه د يووالي څرګندونه وکړي.

ترکي مشر وويل له ښاغلي اوباما سره په بشپړ ډول يوه خوله دی.

خو ښاغلي اردوګان په تېر کې د نړيوالې ټولنې له لوري د نه الوت سيمې ټاکلو او مخالفانو ته د وسلو ورکولو په ګډ‌ون د لا پرېکنده ګامونو غږ کړی چې ولسمشر اسد راوپرځوي.

په سپينه ماڼۍ کې د ترکيې له لومړي وزير سره له خبرو وروسته ولسمشر اوباما وويل څه چې دی يې تل وايي دا دي چې هر ډول غوراوی پر مېز دی.

"د غوراوي بشپړه ټولګه شته چې متحده ايالت لا له وړاندې په کې ورګډه ده، زه ډيپلوماټيک او پوځي دواړو اړخونو، اضافي ګامونو اخيستلو غوراوی ساتم، ځکه د سوريې دننه دغه کيمياوي وسلې په اږدمهاله توګه زموږ امنيت، او هم زموږ ملګريو او ګاونډيانو ته ګواښ جوړوي."

خو ده روښانه کړه هر ډول مداخله به يو اړخيز امريکايی ګام نه وي، او دا چې په سيمه کې هېڅوک دا باور نه کوي چې يواړخيز امرکايی ګام به کومه ښه پايله ولري.

ده زياته کړه چې سوريه کې د دوديزو وسلو کارونې له امله د لسګونه زره خلکو مړينه بايد نړيوالې ټولنې لپاره پوره دليل وي چې ګام پورته کړي:

" زموږ لپاره مهمه ده پر دې وتوانېږو هغه څه چې په کره ډول سوريه کې پېښېږي په اړه يې ځانګړي معلومات ترلاسه کړو. خو پوهېږو چې لسګونه زره خلک په توپونو او هاوانونو وژل کېږي، دغه وژنې چې پېښېږي په خپله د ځواکمن نړيوال عمل غوښتنه کوي."

Image caption د سوريې جګړه درېيم کال ته ننوتې، چې ورسره یې د مرګژوبلې شمېر هم لسګونو زرو ته ختلی.

که يې پر اوباما د نورو ګامونو فشار راوړی وي، ښاغلي اردوګان يې د خلکو په مخ کې څه نښه ونه شوده، کېدی شي ځکه چې ترکيه په خپله د پوځي عمل په اړه اندېښمنه ده.

له دې وړاندې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که امريکا په سوريه کې مداخله ونه کړي، ترکيه به څه کوي، د ترکيې لومړی وزير وويل پام يې اوس پر دې راغونډ دی چې په سوريه کې د روان حالت په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړي، او د واک له ډيموکراټيک لېږد سره مرسته وکړي.

ښاغلي اوباما بيا وويل هيله لري د خبرو مېز ته د سوريې شخړې دواړه اړخونو راکاږلو هڅې پايلې ولري.

ورته مطالب