بي بي سي سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارولو شواهد موندلي

Image caption بي بي سي ته ګڼې داسې ویډیوګانې سپارل شوي چې د دغو ادعاوو پخلی کوي خو په خپلواکه توګه د دغو ویډیوګانو ریښتنولي معلومول ناشونی دی.

بي بي سي داسې شواهد ترلاسه کړي، چې د هغو رپوټونو پخلي کوي چې وايي تېره میاشت په سوریه کې کیمیاوي وسلې کارول شوي دي.

د بي بي سي یوه خبریال ته چې شمالي ښارګوټي سراقب ته تللی و عیني شاهدانو ویلي دولتي څرخي الوتکو لږ ترلږه دوه داسې توکي غورځولي وو چې زهرجن ګاز یې درلود.

خو د سوریې حکومت په جدي توګه د کیمیاوي وسلو کارول ردوي.

امریکا خبرداری ورکړی و چې د کیمیاوي وسلو کارول به د دوی د مداخلې لپاره یوه سره کرښه وي.

خو ولسمشر بارک اوباما ویلي د کیمیاوي وسلو د کارېدو په اړه شته استخباراتي معلومات کافي نه دي چې د کیمیاوي وسلو استعمال ترې ثابت شي.

د اپریل په میاشت کې د دولتي ځواکونو له خوا د حلب ښار په جنوب لویدیځ کې د سراقب پر ښارګوټي د توپونو بریدونه وشول.

سیمه ییزو ډاکټرانو د بي بي سي خبریال ان پنیل ته ویلي له دوی سره اته داسې کسان بستري شوي وو چې تنفسي ستونزې یې لرلې. ډاکټران وايي یوه ښځه چې مریم خطیب نومېده وروسته ومړه.

''ما څه نه لیدل''

بي بي سي ته ګڼې داسې ویډیوګانې سپارل شوي چې د دغو ادعاوو پخلی کوي خو په خپلواکه توګه د دغو ویډیوګانو ریښتنولي معلومول ناشوني دي.

د مریم خطیب زوی محمد چې په خپله هم په برید کې ټپي شوی و وايي "ډېر ناوړه حالت و، ساه دې نه شوای اخیستلای داسې ګومان دې کاوه چې مړ یې، څه دې نه شو لیدلای، ما درې څلور ورځې څه نه لیدل."

د سراقب اوسیدونکي وايي د کانتنرانو په څېر توکي چې زیړ کانکریټي پوښ یې درلود پرې کارول شوي دي.

بي بي سي ته ویل شوي له پیښې نه اخیستل شوي ځیني نښې نښانې برتانیا، فرانسې، ترکیې او امریکا ته د ازموینو لپاره استول شوي دي.

ورته مطالب