عراق کې فرقه ییز تاوتریخوالی ډېر شوی

Image caption د چهار شنبې په ورځ پولیسو وویل د یوه ساعت په بهیر کې پرله پسې ۱۱ چاودنې وشوې.

د بمي چاودنو یوې نوې لړۍ، د عراق پلازمېنه بغداد او شمالي ښار کرکوک لړزولي دي. کرکوک کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د ځانوژونکي برید له کبله لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.

د ا وروستیو کې دغه ښار کې فرقه ییز تاو تریخوالی ډېر شوی دی. له دې مخکې د عراق په شیعه مېشتو سیمو کې بمي چاودنو لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل.

دا وروستیو اوونیو کې د فرقه ییز تاوتریخوالي ډېروالي د شیعه اکثریت مشرتابه حکومت او لږکیو سنیانو تر منځ سیاسي زور ازموینه ډېره کړې ده. په نښه شوي جومات کې د هغو کسانو خپلوان یو ځای شوي وو، چې د تېرو ورځو د تشدد پېښو کې وژل شوي وو.

له دې مخکې د بغداد شیعه مېشت سیمې کې د چاودنو له کبله ۳۴ کسان ووژل شول. کرکوک کې پولیسو د یوه ځانوژونکي بریدګر مخه ونیوله، چې غوښتل یې یوې ودانۍ ته ننوځي.

برید ګر په ځان پورې تړلي باروت وچوول، چې د یوه پولیس افسر په شمول په کې ۱۸ کسان ټپیان شول. د پنجشنبې په ورځ ګهیځ وختي د ګڼې ګوڼې پر مهال د بسونو تم ځای ته څېرمه موټر بم چاودنه کې نهه کسان ووژل شول. یوه دکاندار حسین مهدي وویل:

"له چاودنې وروسته خلکو یوه بل لور ته منډې وهلې، چې ټپیان او مړي له خاورو خځلو راوباسي او ما د نانوايي دوه کارکونکي ولیدل، چې بشپړ سوځلي وو."

د پولیسو په وینا له دې لږ وروسته د بغداد په ختیځه څنډه کمالیه کې چاودنه وشوه، چې درې کسان په کې ووژل شول. د چهار شنبې په ورځ پولیسو وویل د یوه ساعت په بهیر کې پرله پسې ۱۱ چاودنې وشوې او کرکوک کې هم چاودنې وشوې.

د اپریل میاشتې په اوږدو کې د عراق په بېلو سیمو کې د تشدد پېښو کې تر ۷۰۰ ډېر سني او شیعه عراقیان وژل شوي. عراق کې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ تاوتریخوالي کې زیاتوالي لیدل شوي.

دغه هېواد کې د سني لږکیو اړوند کسان د لومړي وزیر نوري المالکي له حکومته ګیله لري، چې ګواکې دوی رټي.

پنځه میاشتې مخکې د عراق په سني مېشته سیمو کې مظاهرې وشوې، هویجه کې پولیسو پرمظاهرینو ډزې وکړې، چې له کبله یې یو شمېر سني مظاهره کوونکي ووژل شول.

له هغې پېښې وروسته د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د تشدد پېښې وشوې، چې له کبله یې وېره څرګندیږي، دغه هېواد د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو د فرقه ییز تشدد دور لور ته ستون نه شي.

۔

ورته مطالب