روسیه سوريې ته "عصري وسلې استوي"

Image caption امریکا ویلي که په سوریه کې د کیمیاوي وسلو استعمال ثابت شي نو دا به د سرې کرښې به مانا وي.

په امریکا کې رسنیو رپوټونه ورکړي چې روسیې سوریې ته د بېړیو ضد پرمختللي توغندي استولي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکايي چارواکو له خولې چې نومونه یې نه دي څرګند شوي وايي دغه توغندي کېدای شي په راتلونکې کې په سوریه کې د بهرنۍ مداخلې پرضد وکارول شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرته له دې چې سوریې ته د توغندیو د استولو خبره تایید کړي ویلي د توغندیو استول له نړیوالو قوانینو سرغړونه نه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بانکي مون سره تر لیدنې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل د روسیې دریځ د وسلو د ټولو هغو تړونونو په هکله روښانه دی چې وار دمخه یې له سوریې سره کړي او دوی به ورته ژمن وي.

"زه نه پوهېږم چې ولې ډله ییزې رسنۍ هڅه کوي چې دغه احساس رادبره کړي. موږ دا خبره نه ده پټه کړې چې موږ له سوریې سره د کړو تړونونو له مخې سوریې ته وسلې ورکوو او دا له هېڅ یوه نړیوال تړون نه سرغړونه نه ده او نه هم زموږ له خپل قانون نه سرغړونه ده چې په نړۍ کې د وسلو د صادراتو په اړه یو له سختو قوانینو دی. تر هرڅه اول او مهم دا دی چې موږ سوریې ته دفاعي وسلې او هوايي دفاعي سیستمونه ورکوو. دا کار په سیمه کې د ځواکونو په انډول کې کومه ستونزه نه رامنځ ته کوي او نه د مخالفینو پرضد په جګړه کې کومه ګټه لري."

سوریې ته د روسیې له خوا د بېړیو ضد توغندیو د ورکولو موضوع په داسې حال کې راپورته شوې چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارېدو په هکله شواهد او اندېښنې په زیاتېدو دي.

امریکا ویلي که په سوریه کې د کیمیاوي وسلو استعمال ثابت شي نو دا به د سرې کرښې به مانا وي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون نن د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره د هغې په هکله خبرې وکړې چې د سوریې مخالفین او بشارالاسد د حکومت استازي به په کې جرګه کړای شي.

ښاغلي بانکي مون وویل دا مهمه ده چې د سولې د کانفرانس لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړل شي او د نېټې په اړه یې وار دمخه خبرې شوې دي.

دغه راز ښاغلي لاروف هم ټینګار وکړ چې په سوریه کې کړکېچ هله پای ته رسېږي چې د سوریې ټولې خواوې له بهرنۍ مداخلې پرته په خبرو کې برخه واخلي او په وینا یې دا خبرې هرڅومره ژر چې کېدای شي ترسره شي.

ورته مطالب