چین کې توپان او سیلابونو لسګونه کسان وژلي

Image caption د چارواکو په وینا د مرستندویه فعالانو ډلې سیمې ته استول شوې دي.

چین کې چارواکي وايي د دغه هېواد په نهو سویلي ایالتونو کې ګڼو بارانونو او ځمکښوېدنې تر ۵۰ ډېر کسان وژلي دي.

د چارواکو په وینا توپان او باران کې ۱۴ کسان بې درکه شوي دي.

د چین ملکي چارو وزارت چارواکو ویلي ګونګ دونګ ایالت د پرله پسې څو ورځنیو بارانونو او تو پان له کبله سخت ځپل شوي دی. د دوی په وینا دغه ایالت کې ۳۶ کسان وژل شوي دي.

د شنبې په ورځ د هوا پېژندنې ادارې په دغه ایالت کې د راتلونکو ورځو لپاره هم د خراب موسم وړاندوینه وکړه.

د چارواکو په وینا د مرستندویه فعالانو ډلې سیمې ته استول شوې، چې د ژغورنې او مرستې چارې پر مخ بوځي.

ویل کېږي، چې له ګڼو بارانونو وروسته د ګونګ دونګ ایالت په غرنیو سیمو کې سیلابونه راووتل، چې د ایالتي مرکز ګوانګژو ښار په ګډون یې نهه ښارونه لاندې کړل.

د چین شینهوا خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې توپان او سیلابونو د دغه ایالت په بېلو سیمو کې نژدې ۹۰۰ زره کسان زیانمن کړي او ۲۶۷۵ کورونو ته یې زیان اړولی.

ورته مطالب