فرانسې د همجنس بازانو واده قانوني کړ

Image caption اوس فرانسه د نړۍ ۱۴ هېواد شو چې د همجنسبازانو واده په کې اجازه لري.

په فرانسه کې همجنس بازان تر هغه وروسته په لمانځنو سر شوي چې ولسمشر فرانسوړا اولاند هغه لایحه لاسلیک او په قانون بدله کړه چې تر مخه یې هم جنس بازان واده سره کولی شي او پردی ماشوم خپلولی شي

مبارزینو ویل چې په زرګونو همجنس بازه منتظره وو چې واده سره وکړي او ماشومان وساتي.

دې لانجمن قانون فرانسه سره ووېشله او تر میاشتو میاشتو سخت سیاسي بحثونه وشول او د هېواد د محافظه کارو ډلو له لوري لویې مظاهرې وشوې.

اوس فرانسه د نړۍ ۱۴ هېواد شو چې د همجنسبازانو واده په کې اجازه لري.

فرانسه نهم اروپايي هېواد شو چې د همجنسبازانو ترمنځ یې واده قانوني کړ.

پر فرانسې سربېره په هالنډ، بلجیم، اسپانیا، ناروې، سویډن، پرتګال، آیسلنډ او ډنمارک کې هم همجنسبازان کولای شي په خپلو کې واده وکړي.

په فرانسه کې د همجنسبازانو ترمنځ د واده په اړه خلک سره وېشلي وو.

په برتانیا کې هم راتلونکې اوونۍ سیاستوال سره د همجنسبازانو د واده پر موضوع بحث کوي چې دې کار د واکمن محافظه کاره ګوند ترمنځ غصه پارولې ده.

همجنسبازان له یادو اروپايي هېوادونو سربېره د کاناډا، سویلي افریقا او نیوزلینډ په ګډون په اتو نورو هېوادونو کې هم کولای شي واده وکړي.

په امریکا کې دا موضوع یو څه پېچلې ده ځکه هلته خبره د هر ایالت ده. په ځینو ایالتونو کې همجنسبازان کولای شي واده وکړي او په ځینو نورو کې نه.

بله خوا هغه هېوادونه دي چې د همجنسبازانو ترمنځ واده جرم ګڼي. د افریقايي او اسیايي هېوادونو په ګډون ۸۰ داسې هېوادونه دي چې د همجنسبازانو ترمنځ واده په کې جرم دی.

د ایران، یمن، او سعودي عربستان په ګډون پنځو هېوادونو کې خو له همجنس سره د واده کولو جزا مرګ ده.

په عراق کې که څه هم له تخنیکي پلوه د همجنسبازانو واده جواز لري خو اوس هم دغلته همجنسبازان وهل کېږي او عدامېږي.

په دې توګه ۱۱۰ داسې هېوادونه دي چې همجنس بازي په کې جرم نه دی خو د همجنسبازانو اتحادیو ته رسمیت نه ورکول کېږي.

په ځینونورو هېوادونو کې بیا د همجنسبازانو ټولنې په رسمیت پېژندل شوي خو د واده کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د جرمني، ایرلنډ، اتریش او برتانیا په ګډون ۱۴ داسې هېوادونه دي چې هتله د همجنسبازانو ګډ اوسیدل قانوني دي خو وداه سره نه شي کولای.

ورته مطالب