رپوټ وايي د مروانا قانوني کولو په باب باید غور وشي

Image caption په لاتینې امریکا کې ډېری داسې انګېري چې په کولمبیا، پیرو او مکسیکو کې له څو لسیزو تاوتریخوالي وروسته د نشه يي توکو پرضد د مبارزې یوې نوې تګلارې ته اړتیا ده.

د ناقانونه مخدره توکو په باب د امریکا د ایالاتو د ادارې یو رپوټ وايي د مروانا د قانوني کولو په باب باید جدي غور وشي.

د خپل ډول په لومړني لوی رپوټ کې دا څېړنه وايي د مخدره توکو څخه ناوړه کار اخیستلو ته باید د لویې روغتیايي ستونزې په سترګه وکتل شي او کاروونکيو ته یې د ناروغانو په سترګه نه د مجرمینو په سترګه وکتل شي.

دغه رپوټ چې امریکايي مشرانو یې تېر کال غوښتنه کړې وه اوږد او له احتیاطه ډګ دی.

دا رپوټ ټینګار کوي او وايي په داسې حال کې چې د نشه يي توکو د تولیدونکو او کارونکو هېوادونو ترمنځ د غېر قانوني نشه يي توکو ستونزه پراخه ده بری هله ترلاسه کېدای شي چې هر امریکايي هېواد په خپله لاس په کار شي.

د کولمبیا ولسمشر شان مانویل سنټوس وايي دغې څېړنې د اقدام کولو لپاره ریښتنې انتخابونه وړاندې کړي چې له مخې یې نه یوازې د نشه يي توکو کارول کمېدای شي بلکې د وژنو، او نشه يي توکو سره د تړلي تاوتریخوالي او مجرمانو ته د ګټې رسېدلو مخنیوی هم کېږي.

"دلته هیڅ څوک له کوم مقام نه دفاع نه کوي، نه هم د مشروعیت، اصولو او یا په هره بیه د مبارزې خبره کوي. موږ هغه څه غواړو چې باید ترسره یې کړو. دا په انډول برابر یوه جدي څېړنه ده چې نن موږ ته وړاندې شوې او وايي د ستونزې یوه ښه حل لاره پیدا کړئ."

دا رپوټ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشرۍ هیلن کلرک د څرګندونو ملاتړ کوي چې د تېر مارچ په میاشت کې یې ویلي وو غواړي چې د لاتینې امریکا هېوادونه له نشه يي توکو سره د یوې روغتیايي ستونزې په توګه مبارزه وکړي.

په لاتینې امریکا کې ډېری داسې انګېري چې په کولمبیا، پیرو او مکسیکو کې له څو لسیزو تاوتریخوالي وروسته د نشه يي توکو پرضد د مبارزې یوې نوې تګلارې ته اړتیا ده.

ورته مطالب