د سوریې پوځ د مخالفانو مهم مرکز محاصره کړی

Image caption قصیر د یاغیانو لپاره د یوه ستراتیژیک مرکز په توګه ارزښت لري.

له سوریې څخه رارسیدلي راپورونه وايي چې دولتي ځواکونو د قصیر ښارګوټي د بیا نیولو لپاره برید پیل کړی.

دغه ښارګوټی یاغیانو له څو اونۍ جګړې وروسته تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

د سوریي دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویلي، دولتي ځواکونو په یاد ښارګوټي کې " ترهګر "محاصره کړي او په وینا یې د دوی د مشرانو پټن ځایونه یې ړنګ کړي دي.

حکومت مخاف فعالان وايي پر ښارګوټي د درنو وسلو برید شوی چې له امله یې ۲۰ تنه وژل شوي دي.

قصیر د یاغیانو لپاره د یوه ستراتیژیک مرکز په توګه ارزښت لري. دغه ښارګوټی د پلازمېنې دمشق او مدیترانې سمندر د ساحل ترمنځ غځیدلې لارې په اوږدو کې موقعیت لري.

بل لور ته د سوریې ولسمشر بشار الاسد د امریکا متحده ایالتونو ته خبر داری ورکړی چې د سولې لپاره د خبرو هڅې به یې په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د پام وړ پایلې و نه لري.

د شنبې په ورځ له ارجنټیاینۍ خپرونې سره په یوه بې سارې مرکه کې ښاغلي اسد یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ۲۰۱۴ کال تر ټاکنو پورې له واکه د ګوښه کېدو نیت نه لري.

امریکا او روسیه هڅه کوي چې راتلونکې جون میاشت په جینوا کې د ښاغلي اسد او د یاغیانو استازي د سولې په کانفرانس کې سره راغونډ کړي. خو ښاغلي اسد ویلي مخالفان یې د سولې خبرو په اړه یوه خوله نه دي.

د بي بي سي خبریال وايي لبناني سني جنګیالي جګړه کې د مخالفانو ملګرتیا کوي، خو دې سره حکومت مخالفان وايي د سوري حکومتي ځواکونو تر څنګ جګړه کې د لبنان د توند لارې حزب الله ډلې جنګیالي هم شامل دي.

حکومت مخالفین له تېرو څو ورځو راهیسې قصیر کې محاصره دي او له دواړو لوریو سخته جګړه دوام لري. فعالان وايي نن سهار سخته هوايي بمباري شوې.

بیروت کې د بي بي سي خبریال وايي قصیر سیمه د دواړو لوریو لپاره ډېره مهمه ده.

که حکومتي ځواکونه وتوانیږي، چې پر قصیر ولکه ټینګه کړي، نو د ساحلي سیمو او پلازمېنې دمشق تر منځ غځیدلې لار به تر خپل کنترول لاندې راولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو اعلانونو خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې په کې قصیر کې یاغیانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې که وسله و نه غورځوي، د برید ښکار به شي.

ورته مطالب