د چين "د دولت له ملاتړ برخمنو هکرانو بيا پر امريکا بريدونه پيل کړي"

Image caption دغه ۱۲ پوړيزه ودانۍ چې د تېرې فبرورۍ راپور کې يې ادعا شوې د چينايي هکرانو ډله ترې فعاليت کوي.

د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل يو راپور کې کښلي د چين د دولت له ملاتړ برخمنو هکرانو له دری مياشتني ځنډ وروسته بيا پر امريکا بريدونه پيل کړي دي.

په فبرورۍ کې د چين پوځ ۶۱۳۹۸ ټولی پر امريکايي شرکتونو او فډرالي ادارو د ډېری بريدونو سرچينه بلل شوې وه.

د دغه پوځي ټولي له نامه په ډاګه کونې وروسته د چين حکومت پر دوی لګول شوي تورونه رد کړل.

اوس د نيويارټايمز ورځپاڼې راپور وايي دغه ټولي بيا پر امريکايي شرکتونو بريدونه پيل کړي دي.

د انټرنېتي دفاع شرکت منډيانټ نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي دغه ټولی (څانګه) چې باور کېږي د شانګهای څنډو کې له کلکه ساتل کېدونکې ودانۍ دننه فعاليت کوي، په وروستيو کې يې خپل فعاليت ګړندی کړی دی.

د انټرنېټي دفاع شرکت د هغه ادارو او شرکتونو له نومونو ډډه کړې چې انټرنېټي بريد پري شوی دی.

د روان کال په لومړيو کې منډيانټ په جزئياتو سمبال داسې بېلګې خپرې کړې، چې ويل يې ۶۱۳۹۸ ټولی د امريکا پر فډرالي ادارو او صنعتي سازمانونو د ډېری مهمو بريدونو تر شا و.

منډيانټ ويلي وو، د دغو بريدونو پر مهال حکومتي سندونه، فکري ملکيتونه، پلانونه او پټ سندونه غلا شوي وو.

د ليکې پټول

د راپور خپراوي او هم د ولسمشر اوباما ادارې له لوري غندنې پايله کې، داسې ښکارېده چې دغه ټولي د خپل فعاليت کچه راټيټه کړې، د جاسوسۍ وسايل او له لرې لاسرسي کوډ يې چې پر شبکو يې ايښې وو، لرې کړي وو.

خو اوس منډيانټ نيويارک ټايمز ته ويلي دغه ټولی بيا خپل فعاليت ته ستون شوی، او د خپل پخواني توان ۷۰٪ سلنه کار کوي.

د انټرنېټي دفاع دغه شرکت ويلي د خپلې ليکې پټولو هڅه کې، دغه ټولي له لرې لاسرسي وسايلو اېښودلو لپاره د نويو کمپيوټرونو په کارونې پيل کړی دی.

چين په پرله پسې ډول دا خبره رد کړې چې د دغو بريدونو ترشا د دوی ملاتړ دی، او ويلي يې دي امريکا د انټرنېټ ريښتينی يرغلګر دی.

دغه هېواد ويلي د منډيانټ راپور ناسم دی، او د خپلو تورونو ملاتړ لپاره پوره ثبوت نه لري.

اټکل دی انټرنېټي بريدونه به د هغه بحث د سر له موضوع ګانو وي، چې د راتلونکي جولای وروستيو کې به يې د ولسمشر اوباما د ملي امنيت سلاکار چين ته د خپل سفر پر مهال راپورته کوي.

ورته مطالب