عراق کې موټر بمي بريدونو لسګونه وژلي

Image caption عراق د (مې ۲۰ مې) چاودنې دغه هېواد کې د فرقه يي تاوتريخوالي وروستۍ لړۍ برخه بلل کېږي

په عراق کې چارواکي وايي د دغه هېواد مرکزي او جنوبي سيمو کې يو لړ موټر بمي چاودنو لږ ترلږه ۵۴ کسان وژلي او ګڼ شمېر نور ټپيان کړي دي.

تر ټولو ناوړه ګوزارونه پلازمېنه بغداد کې وو، چې د شيعه مېشتو سيمو د بسونو تمځايونو او بازراونو کې يې ۹ چاودنې وشوې.

د دوشنبې/ګل لومړيو کې دوه بمونه په جنوبي بصره ښار کې وچاودېدل، او په سامراء کې هم يوې چاودنې دری کسان ووژل.

دغه بریدونه په عراق کې د تاوتريخوالي او زورزياتي پېښو تازه زياتوالي برخه ده، چې له مخ پر لوړه سياسي او فرقه يي ترينګلتيا سره تړلې دي.

پوليسو ويلي د عراق دوشنبې/ګل (مې ۲۰) تاوتريخوالي پېښو کې نژدې ۲۰۰ کسان ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې ۸ تنه ايراني زيارتيان هم د وژل شويو ترمنځ دي.

په بغداد کې يو مرګونی بريد په شمالي شيعه مېشتې سيمې شعب کې هغه مهال وشو چې يو موټر بم په کې د ګڼې ګوڼې له يوه بازار سره وچاودېد، ۱۲ تنه يې ووژل او ۲۰ نور يې ټپیان کړل.

بصره چې تر ډېره شيعه ښار دی، بمي چاودنو په کې له يو رستورانت بهر او بس تمځای سره ۱۴ کسان ووژل.

د بصرې اوسېدونکي محمد علي چې يوې چاودنې ته نژدې و، رويټرز خبري اېجنسۍ ته ويلي: "موږ دلته، لکه له عادت سره سم چې د سړک خوړو ګاډۍ سره راغونډېږو، د کار په تمه ناست وو. دغه ځای کې ډېره ګڼه ګوڼه وه. د سړک بلې غاړې ته واوښتم چې ناڅاپه تياره شوه او دوړو سيمه وپوښله، د وسپنو ټوټو راباندې باران شو، او پر پښه ټپي شوم."

د بغداد شمال لور ۱۱۳ کيلومترۍ سامراء کې هم په يوه موټر بم بريد کې ۳ تنه نور وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

د راپورنو له مخې چاودنه د حکومت پلوه سني ملېشې (ويښوونکې شورا) غړيو د غونډېدا ځای سره نژدې شوې ده.

په يوه بېله پېښه کې ۱۰ تنه پوليس چې د شنبې پر ورځ په لوېديځ انبار ولايت کې تښتول شوي وو، مړه موندل شوي دي.

لا تر اوسه هېڅ ډلې هم نه دي ويلي چې دغه بريدونه يې ترسره کړي دي.

خو د اکثريت شيعه ګانو، چې د حکومت مشري کوي، او سني اقليت ترمنځ ترينګلتيا له تېر کال راهيسې په لوړېدو ده.

سني لاريونيانو د لومړي وزير نوري المالکي حکومت د دوی پر وړاندې په توپيري چلن تورن کړی، خو حکومت دا تورنه رد کړي دي.

د سوريې اغېز

په بغداد کې د بي بي سي خبريال عليم مقبول وايي عراقيانو په تېرو نژدې پنځو کلونو کې د تېرو څو اونيو په کچه د زورزياتي پېښې نه وې ليدلې.

دی وايي شيعه – سني تاوتريخوالی، له سوريې چې درنه جګړه په کې روانه ده، له شک پرته اغېزمن شوی دی.

په عراق کې د تاوتريخوالي پېښې وروسته له هغه زياتې شوې چې تېر اپرېل کې له کرکوک سره نژدې د حکومت ضد احتجاجيانو يو کمپ باندې چاپه ووهل شوه او د امنيتي ځواکونو او سني عربانو ترمنځ نښتو کې څه د پاسه ۵۰ کسان ووژل شول.

د جمعې پر ورځ د بغداد بېلابېلو برخو سني سيمو کې په بمي چاودنو کې ۶۰ کسان ووژل شول. دغه بمي بريدونه د عراق بېلابېلو سيمو کې پر شيعه موخو له بريدونو وروسته وشول.

د يکشنبې/اتوار پر ورځ د عراق شمال لوېديځ کې لږترلږه ۱۰ تنه پوليس په وسله والو بريدونو کې ووژل شول، چې حکومت يې پړه پر سني اورپکو واچوله.

ورته مطالب