عراق کې ګڼو بمي چاودنو لسګونه کسان وژلي

Image caption عراق په یو شمېر سیمو کې دا وروستیو کې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي.

عراق کې په ګڼو موټر بم چاودنو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، د پلازمېنې بغداد د شیعه مېشتو سیمو په بس تمځایونو او بازارونو کې پنځه موټر بم چاودنې وشوې چې تر۱۰ ډېر کسان په کې ووژل شول.

همداراز په سوېلي شیعه مېشتي ښار بصره کې یو ریستوران او د بسونو تم ځای په نښه شوي دي. د پېښې په یوه ځای کې یوه هټیوال د سترګو لیدلی حال بیان کړ.

" موږ د سهار د اوو او اووه نیمو بجو په منځ کې د یوې زورورې چاودنې غږ واورېد او هغه ګاډي چې دلته ولاړ وو زیانمن شول. چاودنه د بازار په منځ کې رامنځ ته شوه. د علي په نامه یوه کس د سړک پر سر چای پلورلې، چې په چاودنه کې ورک شو. ما پر سړک څلور پنځه مړي ولیدل او ډېر نور کسان ټپیان هم شول."

عراق په یو شمېر سیمو کې دا وروستیو کې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي.

دا وروستیو اوونیو کې د فرقه ییز تاوتریخوالي ډېروالي د شیعه اکثریت مشرتابه حکومت او لږکیو سنیانو تر منځ سیاسي زور ازموینه ډېره کړې ده.

د اپریل میاشتې په اوږدو کې د عراق په بېلو سیمو کې د تشدد پېښو کې تر ۷۰۰ ډېر سني او شیعه عراقیان وژل شوي. عراق کې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ تاوتریخوالي کې زیاتوالي لیدل شوي.

دغه هېواد کې د سني لږکیو اړوند کسان د لومړي وزیر نوري المالکي له حکومته ګیله لري، چې ګواکې دوی رټي.

پنځه میاشتې مخکې د عراق په سني مېشته سیمو کې مظاهرې وشوې، هویجه کې پولیسو پرمظاهرینو ډزې وکړې، چې له کبله یې یو شمېر سني مظاهره کوونکي ووژل شول.

له هغې پېښې وروسته د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د تشدد پېښې وشوې، چې له کبله یې وېره څرګندیږي، دغه هېواد د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو د فرقه ییز تشدد دور لور ته ستون نه شي.

ورته مطالب