هند سره د خپل منځي باور رامنځ ته کولو چينايي ژمنه

Image caption د هند او چین تر منځ له ستراتیژیکو همکاریو پرته د نړیولې سولې خوب نه ښي تعبیر ېدای. لي کي چیانګ ژیانګ

له خپل هندي سیال منموهن سنګ سره په لیدنه کې د چین لومړي وزیر لي کي چیانګ ژیانګ ژمنه کړې، چې له هند سره به د حپل منځي باور زیاتولو لپاره کار وکړي.

د یادونې ده، چې د چین او هند تر منځ د پولې په سیمه کې له لانجې وروسته هند ته د چین د لومړي وزیر دا لومړی سفر دی.

لومړي وزیر لي ويلي هند ته د سفر مقصد یې د دواړو هېوادونو تر منځ د باور او همکاري زیاتول دي، ځکه د ده په وینا راتلونکی په مخ کې دی.

د نوموړي په خبره د هند او چین تر منځ له ستراتیژیکو همکاریو پرته د نړیوالې سولې خوب نه ښي تعبیریدای. دغه دواړه ګاونډي هېوادونه د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس درلودونکي دي.

په هغو خبرو کې، چې د دوشنبې په ورځ به تر سره شي ، د دوه اړخیزو مسالو تر څنګ به ډېر پام سوداګرۍ ته وي.

د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته بهر ته دا د ښاغلي لي لومړی سفر دی.

نوي ډیلي کې د خبرو پر مهال نوموړي یادونه وکړه، چې د خپل لومړي بهرني سفر لپاره یې ځکه هند ټاکلی، چې د ده په خبره بیجینګ له نوي ډیلي سره اړیکي کافي مهم بولي.

د یکشنبې په شپه یوه غیر رسمي لیدنه کې د هند لومړي وزیر منموهن سنګ ویلي، همالیې ته څېرمه د دواړو هېوادونو د پولې پر سر لانجه پر خپل منځي اړیکو اغېز کولای شي.

له تېرو څو لسیزو راهیسې دغه لانجه دوام لري او تېره میاشت هغه مهال دغه سرحدي لانجه پراخه شوه، چې هند تور ولګاوه، چیني پوځ د دوی له پولې اوښتی. لداخ سیمه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې پر سر لانجه د ۱۹۵۰ له لسیزې راهیسې دوام لري.

نوي ډیلي کې د بي بي سي یو خبریال وايي دواړه هېوادونه غواړي، چې سرحدي لانجه یې پر خپل منځي اړیکو اغیز و نه کړي. چارواکي وايي، خبرو کې به ډېره توجه تجارت ته واوړي.

ورته مطالب