نواز شریف د پاکستان ستراتیژي بدلولی شي؟

نواز شريف
Image caption پوځ دوه ځله د نواز شريف ملکي حکومت ړنګ کړی دی

د پاکستان نامتو سیاستوال او د مسلیم لیک (ن) ګوند مشر ۶۴ میا محمد نواز شریف د دریيم ځل لپاره د هغه هیواد لومړي وزیر کېدو ته ځان چمتو کوي.

د شریف تر مشرۍ لاندې ګوند د پاکستان په قومي اسمبلۍ یا مرکزي پارلمان کې ۱۲۵ څوکۍ تر لاسه کړې دي.

د نوازشریف د ګوند د بریا اعلان د پاکستان د راتلونکي کورني او بهرني سیاست په اړه ګڼې پوښتنې او اندیښنې را منځته کړي دي.

د دې پوښتنو او انګیرنو په سر کې يوه دا ده چې ایا نواز شریف د پاکستان ستراتیژي بدلولی شي؟

دا پوښتنه په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره ډیره مهمه ځکه ده چې تر دې مهاله د روایتي دود له مخې د افغانستان حالات د پاکستان له سیاستونو رنګ اخیستی دی.

د پاکستان ستراتیژي چی د پوځ سالارۍ پر بنا ولاړه ده، په هغه هېواد کې د دموکراسۍ لپاره یو حد ټاکلی دی او هغه دا چې حکومتونه د خلکو په ملاتړ د سیاسي ګوندنو پر مټ جوړیږي، خو پر ځینو مهمو مسلو لکه د پوځ واکونه، په پاکستان کې د ترهګرۍ فعالیتونه او د بهرني سیاست پر اساسي کرښو باندې بنیادي بیا کتنه، نه شي کولی.

د پاکستان پوځ او استخبارات د دغه هیواد د عمر په اوږدو کې وضعه په خپل واک کې ساتلې او کله چی پوه شوی حالات د دوی له کنټروله وځي بیا پوځي کودتاګانی کوي.

خو په وروستیو کلونو کې د پاکستان سیاستوال دې پایلې ته رسېدلي چې د پوځ او استخباراتو واکداري، سیاسي پرمختګونه او د هغه هیواد نړیوال اعتبار چلنج کوي ځکه دوی اړینه بولي تر څو سیاست د پوځ او استخباراتو له منګولو ووځي.

سرمايه دار نواز شريف

میا نواز شریف په دې برخه کې تر ټولو مخکښ سیاستوال دی ځکه خو د پاکستان پوځ دوه ځلې پرې کودتا کړې او دوه حکومتونه یې ړنګ کړي دي.

نواز شریف چې یو سرمایه لرونکی سیاستوال دی، اقتصادي بنسټیزو پروژو ته ډیر ارزښت ورکوي.

د پاکستان اقتصاد هم د هغه هیواد ځمکني موقعیت ته په کتو، یو ډول تړلی اقتصاد دی او له ځان بسیاینې (خود کفایي) نه ډیر زیات واټن لری، ځکه دی غواړي د بهرني سیاست په ډګر کې د نویو نوښتونو پر مټ بدلون رامنځته کړي.

د همدې مفکورې پر بنا نواز شریف په کال ۲۰۰۹ کې له هندوستان سره د اړیکو د ښه کولو په تکل د هغه هېواد لومړي وزیر اتل بهاري واجپای ته بلنه ورکړه، چې پاکستان ته ورشي.

دغه راز نواز شریف درک کړې وه چی په افغانستان کی د طالبانو له حکومت نه ملاتړ د پاکستان بهرنی سیاست له ستونزو سره مخامخ کوي ځکه د هغه ورور او د پنجاب اعلی وزیر شهباز شریف پر طالبانو سختې نیوکې وکړې.

د نواز شریف دې پالیسۍ د پوځ او استخباراتو مخالفت را وپاراوه او نواز شریف یې اړ کړ چی د پوځ مشر جنرال افتخار کرامت له دندې ګوښه کړي.

خو جنرال پروېز مشرف تر ګوښه کېدو څو ساعته وروسته په دې بریالی شو چې پوځي کودتا تر سره کړي او د نواز شریف حکومت ړنګ کړي.

اوس مهال هم د نواز شریف لومړیتوب اقتصادي پرمختګ دی نواز شریف د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د موټروې پروژې ته ډیره پاملرنه لري او غواړي دغه ترانزیتي لار جوړه شي.

دغه راز نواز شریف غواړي د هند په بازارونو کې د پاکستاني توکو او میوو ځای خالي نه وي.

تر دې مهمه خبره داده چې نواز شریف ښه پوهیږي پاکستان په اقتصادي ډګر کې لا بهرنیو مرستو ته اړتیا لري چې تر دې دمه هم د دغو مرستو ډیری برخه د امریکې د متحد ایالتونو له خوا ترسره کیږي چې په تیرو دوو کلونو کې دغه مرستې له تروریزم سره پر مبارزې مشروطې شوي دي.

د امریکې کانګرس په پرله پسې توګه له خپل هېواده وغوښتل چې پاکستان ته مرستې باید د تروریزم پر وړاندې د دغه هېواد د مبارزې پر روښانو پایلو مشروطې شي.

د دې فشار پر بنیاد د امریکې حکومت مجبوره شو تر څو یو لړ مرستې وځنډوي.

وروستیو طبیعی افتونو هم د پاکستان پر اقتصادي سکتورونو سخته اغیزه کړې ده. د اټکلونو پر بنیاد پاکستان د دوه کاله مخکې سیلابونو په وجه ۵۰ کاله وروسته پاتې شوی دی.

نواز شریف پوهیږي چې په پاکستان کې د وزګارتیا یا بیکارۍ کچه تر ۱۶ سلنې اووښتې او بیکاري د هغه هیواد امنیت ته هم لوی ګواښ دی.

د مسلم لیک مشر، ګوري چی پاکستان د نړیوال سیاست په ډګر کې خپل پخوانی اعتبار له لاسه ورکړی او ډیری هیوادونه ورته د شک په سترګه ګوري، چی ګنې له ترهګرۍ نه ننګه کوي.

وروسته تر دې چې د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن د ایبټ اباد په ښار کې د پاکستان لویې پوځي اډې سره په خوا کې ووژل شو، د پاکستان نړېوال اعتبار ډیر سخت زیانمن شو.

نواز شریف د ټاکنو تر ګټلو وروسته د افغانستان، امریکې او هندوستان له مشرانو سره په ټیلفوني اړیکو کې له نوموړو هیوادونو سره د اړیکو پر ښه کېدو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اراده څرګنده کړې ده.

شريف له طالبانو سره

په دې توګه یوه خبره جوته ده چې نواز شریف د پاکستان پر ځینو سیاستونو د بیا کتنې اراده لري او غواړي خپل هیواد له سیاسیي انزوا نه وباسي، خو پوښتنه دا ده چې نواز شریف څومره کولی شي په دی لاره کې له پرتو چلنجونو سره مبارزه وکړي، چې د ۱۹۹۳او ۱۹۹۹ په څیر بیا د پوځ له کودتا سر مخامخ نه شي؟

دې ځواب ته د رسېدو لپاره څو ټکو ته پاملرنه اړینه ده:

- میا محمد نواز شریف یو ځواکمن شخصیت دی چی د پاکستان د لویې صوبې پنجاب ملاتړ له ځانه سره لري او عملآ کولی شي د پوځ او استخباراتو پر وړاندی ودریږي لکه چی تر دی وړاندی يې هم د پوځ او آی اس آی ځينې مشران بدل کړي دي.

ـ د پاکستان پوځ، د پخوا په شان ځواکمن نه دی او تل د سیاستوالو له خوا تر نیوکو لاندی دی، سیاسي ګوندونه کله هم د پوځي کودتا ننګه نه کوي.

- د پاکستان په استخباراتو کې د امریکې د متحد ایالتونو لار موندنه (نفوذ ) هم پر هغو ارادو سخته اغیزه کړې چې پخوا موجودې وې.

دا خبره څرګنده ده چې د اسامه بن لادن په مسله کې د پاکستان د استخباراتو او پوځ مهمو برخو له امریکا سره مرسته کړې وه.

- د پاکستان پوځ هم پوهیږي چې د پاکستان په سیاسي چارو کې لاس وهنه او د ملکي حکومت چلنج کول له یوه اړخه به دننه پوځ او استخباراتو کې ژور درز، اختلاف او انتشار راولی او له بله پلوه بهرنۍ مرستې پر دې هیواد باندې ودروي.

- د پاکستان د مسلم لیک ګوند مشر نواز شریف د هغه هېواد د قضایی ارګانونواو محکمو ملاتړ هم لري چې ورته پر پوځ د برلاسۍ امکان ورکوي.

په انتخاباتو کې هم د نواز شریف د بریا یو لامل له هغه څخه د پاکستان د سترې محکمې يا سپريم کورټ ملاتړ و.

د پاکستان محاکمو د نواز شریف ډیر سیالان له ټاکنیز ډګر نه د باندې کړل او ځینې یې بندي خانو ته واستول.

یوه یادونه اړینه ده چې نواز شریف به د مذهبي ګوندونو په ملاتړ د هغه هیواد د طالبانو په دریځ کی بدلون راولي او د ترهګریزو ځالو د تړلو هڅې له دې لارې نه پیل کړي، خو په خوا کی به يې د جنرال اشفاق کیاني پر ځای هم ( چی د خدمت موده یې په ختمیدو ده ) داسی یو څوک د پوځ مشر کړي چی په ډیرو چارو کې ورسره همفکره وي.

له سعودي عربستان سره نږدې اړیکې به هم په خپل وار نواز شریف ته چانس ورکړي چې طالبان ځینو اقداماتو ته اړ باسي.

ورته مطالب