عراق کې تازه بمي بريدونو څه دپاسه ۲۰ کسه وژلي

Image caption سني لږکي له نوري المالکي ګیله لري، چې ګواکې دوی رټي.

د عراق په بېلا بېلو برخو کې د يو لړ بمي چاودنو په پايله کې څه د پاسه ۲۰ کسه وژل شوي دي.

د شپې مهال په مرکزي ښار حله کې د شيعه ګانو په جوماتونو کې چاودنې شوي او اته تنه په کې وژل شوي دي.

نهه کسه بیا په شمالي کرکوک ښار کې د موټر او سړک غاړې په بمې بریدونو کې وژل شوي دي.

څو ساعته وروسته یوه ځانمرګي برید کونکي د بغداد په شمال کې په یوې سني میشتې سیمه کې پر پوځي ګزمې برید کړی او څلور کسه یې وژلي دي.

تېره ورځ هم په عراق کې ګڼو موټر بم چاودنو لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او لسګونه نور يې ټپيان کړل.

چارواکي وايي، د پلازمېنې بغداد د شیعه مېشتو سیمو په بس تمځایونو او بازارونو کې پنځه موټر بم چاودنې وشوې چې تر۱۰ ډېر کسان په کې ووژل شول.

همداراز په سوېلي شیعه مېشتي ښار بصره کې یو رستورانت او د بسونو تم ځای په نښه شوي دي.

د عراق په یو شمېر سیمو کې په وروستيو مياشتو کې د تاوتريخوالي څپې زياتې شوې دي او د فرقه ییز تاوتریخوالي ډېروالي د شیعه اکثریت مشرتابه حکومت او لږکیو سنیانو تر منځ سیاسي زور ازموینه ډېره کړې ده.

د اپریل میاشتې په اوږدو کې د عراق په بېلو سیمو کې د تاوتريخوالي په پېښو کې تر ۷۰۰ ډېر سني او شیعه عراقیان وژل شوي.

دغه هېواد کې د سني لږکیو اړوند کسان د لومړي وزیر نوري المالکي له حکومته ګیله لري، چې ګواکې دوی رټي.

پنځه میاشتې مخکې د عراق په سني مېشته سیمو کې مظاهرې وشوې، هویجه کې پولیسو پرمظاهرینو ډزې وکړې، چې له کبله یې یو شمېر سني مظاهره کوونکي ووژل شول.

ورته مطالب