د امريکا اوکلاهاما کې بړبوکۍ لسګونه کسان وژلي

اوکلاهاما
Image caption ولسمشر اوباما په اوکلاهاما ښار کې د يوه لوی ناورين اعلان کړی دی.

په امريکا کې چارواکي وايي د اوکلاهاما ښار په شاوخوا کې يوې زوروې بړبوکۍ د ۲۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹۱ کسه وژلي دي.

دوی وايي دغې بړبوکۍ يا ټورناډو باد تر ټولو زياته د مورې سيمه چې د ښار په سويل کې پرته ده ځپلې او دغلته په ساعت کې ۳۲۰ کيلومتره چټک باد ښوونځي ويجاړ کړي دي.

د باد له امله د ۱۲۰ ټپي شويو کسانو درملنه په روغتونونو کې کېږي، او ويره دا ده چې ښايي د مړو شمېر نور هم پورته وخېژي.

ولسمشر اوباما په اوکلاهاما ښار کې د يوه لوی ناورين اعلان کړی دی.

دغلته ښوونځي له ځمکې سره هوار شوي او دېوالونه يې کاږه شوي دي.

د اوکلاهاما والي خپلو فدرالي ادارو ته امر کړی چې د لټون او ژغورنې له هغو عملياتو سره يو ځای شي، چې له تېرې شپې راهيسې روان دي.

د دوشنبې په ورځ دغه تاوېدونکی تېز باد ۴۵ دقيقې د مورې په سيمه کې چې شاوخوا ۵۵۰۰۰ کسه اوسېدونکي لري، لګېده.

د دغه ښار د روغتيايي برخې مشر تاييد کړه چې دغلته د وژل شويو ۵۱ کسانو په مېنځ کې ۲۰ ماشومان هم شته.

د اوکلاهاما والي بي بي سي ته وويل، باد د دغه ښار د پلازا ټاورز په نوم ابتدايي ښوونځي چت الوځولی او دېوالونه يې ښکته راغورځولي دي.

د دغې بړبوکۍ له امله له شلو ډېر ماشومان بې درکه دي. له ښوونځي ځينې جسدونه وېستل شوي چې د چارواکو په خبره سخت ځپل شوي دي.

د اوکلاهاما والي ويلي چې دا يوه غميزه ده.

د دغې بړبوکۍ يو عيني شاهدان وايي، کله چې مو باد وليد په ځانونو پسې مو د خونو دروازې وتړلې، خو دومره تېز وو چې فکر دې کاوه اوس به ديوالونه راچپه شي.

يو بل کس وايي باد سملاسي دروازه راپسې خلاصه کړه، پر موږ شيشې او خاورې خځلې را توېېدې که رېښتيا ووايم موږ فکر کاوه چې مړه کېږو.

ورته مطالب