یوه کوتره په څلور سوه زره ډالره وپلورل شوه

Image caption تېر کال برتانیا کې یوه کوتره د ۱۶۰۰۰ ډالرو په بدل کې پلورل شوې وه.

د چین یوه سوداګر هغه کوتره په څلور سوه زره ډالره پېرودلې، چې بلجیم کې یې د کوترو د الوت سیالۍ کې برخه اخیسته.

ویل کېږي، چې د (بولټ) نومي کوترې پېردونکی سړی به دغه کوتره د هغې د نسل ډېرولو لپاره وساتي. د یادونې ده، چې د لیلام له لارې، د ګرانه بیه کوترو د پېردونکو له لسو کسانو نه نهه کسان د چین یا تایوان اوسېدونکي دي.

د بولټ د نسل روزنه د بلجیم مشهور کوتر ساتونکي لیو هیر مانس کړې.

د (پیپا) نومي ویب پاڼې نکولس رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې لکه څنګه د غیر مشهور انځورګر پرتله د مشهور انځور ګر پیکاسو د پنځول شویو انځورونو بیه ډېره ده، دغسې دغه کوتره هم ګران بیه ده.

بولټ کوترې ته د جیمیکا د یوسین بولټ نوم ورکړل شوي، چې د ۲۰۱۲ په لندن اولمپیک لوبو کې یې د ځغاستې په سیالیو کې د سروزرو مډال ګټلی.

د یادونې ده، چې تېر کال برتانیا کې یوه کوتره د ۱۶۰۰۰ ډالرو په بدل کې پلورل شوې وه، چې یو ریکارډ و او هغه کوتره هم یوه چینايي سړي پېرودلې وه.

ورته مطالب